You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
هندوستان
په دې پاڼه کي د هند د سياست، اقتصاد او ټولني په اړه مطالب لوستلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
هند: د ګازو د خپریدو له کبله ۸۷ مېرمنې روغتون کې بستر شوې
د هندوستان د جامو ګنډلو په یوه کارخانه کې د ګازو د خپریدو له کبله ۸۷ کارګرې ښځې ناروغه او روغتون کې بستر شوي دي.
هند کې د خرابو شرابو څښلو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي
هندي چارواکي وايي چې په کيمياوي موادو ککړ شوو شرابو د څښکلو له کبله د دغه هیواد په لويديځ کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي.
آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟
څو ورځې وړاندې په هند کې له پوځي زده کړو فارغ شویو افغانانو ویلي ول چې له ویرې بیرته افغانستان ته نشي ستنیدلای. خو طالبانو له هند څخه افغانستان ته د دغو پوځي فارغانو د ستنېدو غوښتنه کړې وه. د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند ویلي ول چې که دوی افغانستان ته راستانه شي، د طالبانو حکومت به په پوځي او دفاعي برخو کې د دوی له مهارتونو کار واخلي. آیا طالبان به دغو کسانو ته په خپل حکومت کې ځای ورکړي؟
دروپدي مرمو د هند نوې ولسمشره شوه
د هند په تاريخ کې دا دوهم ځل دی چې يوه ښځه دې تر ټولو لوړ دولتي مقام ته رسيږي.
په هند کې مېشت سرتېري افغانستان ته له ستنېدو وېره لري
د دغو فارغانو شمېر څه باندې ۱۷۰ تنو ته رسېږي.
ملګري ملتونه: سږ کال د نړۍ نفوس ۸ میلیارده ته رسیږي
په رپوټ کې زیاته شوې چې هند به په ۲۰۳۰م کال کې د نړۍ د تر ټولو ډیر نفوس درلودونکي هیواد په توګه د چین ځای ونیسي.
هند: د ځمکې ښويدنې په پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي
چارواکو ویلي چې تر اوسه یې د پوځ یو شمیر سرتیري او ملکیان ژغورلي دي.
بریتانیې د افغان زلزله ځپلو سره ۲،۵ میلیونه پاونډه مرسته کوي
د افغانستان د زلزله ځپلو له پاره بریتانیې ۲،۵ ملیونه پاونډه او اروپا یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.
طالبانو د زلزلې په سيمه کې د لټون عمليات پای ته رسولي
طالبان وایي زلزله کې په ژوندي پاته شويو پسې د لټون عمليات پای ته رسېدلي دي.
پوتین: د خپلو صادراتو مسیر د بریکس هیوادونو پر لور تغیروو
د روسیې ولسمشر د بریکس په غونډه کې ویلي دي چې هیواد یي خپل د سوداګرۍ لوری په فعالانه ډول د دغو هیوادونو پر لور تغیروي.
داعش پر درمسال د پروني برید مسوولیت پر غاړه واخیست
داعش یا اسلامي دولت ډلې په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای یا درمسال باندې د پروني برید مسوولیت منلی دی.
اسلامي مقدساتو ته سپکاوي پر ضد مظاهرې
په هند، پاکستان او بنګله ديش کې د هند د حاکم ګوند د دوو ویندویانو له خوا اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پر ضد اعتراضونه شوي.
د اسلام د پيغمبر په اړه پر څرګندونو د اسلامي هيوادونو غبرګون
د هند د حکومتي ګوند بي جی پي د مرکزي وياندې پر څرګندونو باندي خليج هيوادونو سخته غوسه څرګنده کړې ده.
د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟
رپوټونه وايي چې طالبانو له هند څخه په کابل کې د سفارت د بیا پرانېستلو غوښتنه کړې.
هندي چارواکي له طالبانو سره د خبرو له پاره کابل ته تللي
د هند د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی کابل ته لېږلی څو د واکمنو طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
هند ـ محکمې د ښځي له تاوتريخوالي د مېړه د ساتلو امر وکړ
هندي محکمې د هغه میړه د امنیت تامينولو امر کړی چې د ښځې له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ و.
په زرو افغانان د کورنیو د الحاق له پاره ویزو ته انتظار باسي
په زرونو افغانان له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په موخه د جرمني د ویزې له پاره د عریضې ورکولو د وخت اخیستلو په تمه دي.
هند کې د ښوونځي مدیره د غوښې راوړلو له کبله نیول شوې
په هند کې د ښوونځي يوه مديره له دې کبله ونيول شوه چې د مکتب يوې غونډې ته يې د خوراک له پاره د غويي غوښه راوړې وه.
د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟
د ناټو وسلي څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟
هند په کابل کې خپل سفارت پرانیزي؟
هند په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستل کیدو امکانات لټوي. خو لویه ننګونه امنیت دی
هند: د بندیز سربیره اړمنو هیوادونو ته غنم صادروو
هند دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې بهر ته ېې د غنمو صادرات بند کړي دي.
ممبئي: «مسجدونه دې د لاوډسپيکرونو غږونه ټيت کړي»
د هند دینی عالم محمد اشفاق قاضي وايي په دغه هیواد کې د مسجدونو د آذان د غږ لوړوالی، اوس پر يوه سیاسي موضوع بدله شوې ده.
هند: پر يوې نجلۍ احتمالي جنسي تيری کوونکی پوليس نيول شوی
په هند کې يو پوليس په دې تور نيول شوی چې شکايت ته ورغلې ۱۳ کلنه نجلۍ یې جنسي تيري کړی دی.
د هند لومړی وزیر نريندر مودي اروپا ته راغلی
د هند له خوا پر اوکراین د روسیې د برید نه غندل به، د سیمې د هیوادونو د ناستو او خبرو اترو مهم ټکی وي.
هند: سږکال مو جمو او کشمیر کې ۶۲ وسلوال ياغیان وژلي
هند وايي روان کال ېې د جمو او کشمیر په لانجمنه علاقه کې ۶۲ وسلوال یاغیان وژلي چې په هغو کې ۱۵ بهرنيان هم شامل دي.
په هند او پاکستان کې ګرمي د رېکارډ کچې ته ورسېده
د هند يوې برخې په اپريل مياشت کې بې سارې تاريخي ګرمي رپوټ کړې ده. د ګرمۍ دغه څپه ښايي می مياشتې ته هم وغځيږي.
سختې ګرمۍ هند او پاکستان کې د برېښنا سمبالښت ځپلی
په هند او پاکستان کې د ګرمۍ سخته څپه په برېښنا د خلکو سمبالښت ګواښي. د پاکستان په ډېرو ښارونو کې تر اتو ساعتو پورې برېښن
د هند په کشمير کې نښتو مرګ ژوبله اړولې ده
د پولیسو په وینا شپږ شکمن ياغيان او يو هندي نيمه پوځي افسر په دوو جلا پېښو کې په کشمير کې وژل شوي دي.
ډیلي کې د مسلمانانو پر ودانیو ولې بیلډوزر ګرځول شوي؟
د ډیلي ښاروالۍ له کوم مخکیني خبرداري پرته، د جهانګیر پوري مسجد د دروازو په شمول ډیر شمیر ودانۍ نړولي دي.
له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی
د امریکا او هند مشرانو ونه شو کړای د اوکراین د جګړې په اړه له روسیې سره د اړیکو پر سر يوې هوکړې ته ورسیږي.
هند کي يوه راهب د مسلمانو ښځو د اختطاف او جنسي تېري ګواښ کړی
په هند کي يو راهب د اسلام د دين د سپکاوي سره سم د مسلمانو مېرمنو د اختطاف او ورباندني د جنسي تېري د ښکاره ګواښ کړی دی.
د روسیې د نفتو اوسني ستر پیردونکي کوم هیوادونه دي؟
پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ډېر هیوادونه له روسیې سره تجارت قطع کړی چې له کبله یې د روسیې د نفتو تجارت زیانمن شوی.
د القاعدې مشر د هند د مسلمانې محصلې ستاينه کړې
الظواهري په يوه ويډيو کې په هند کې د حجاب د مخالفينو پر وړاندې د «الله اکبر» غږ پورته کوونکې محصله ستايلې ده
امريکا هند ته د روسي تېلو په سر خبرداری ورکړی
امريکا متحده ایالاتو هند ته له روسيې څخه د تېلو د وارداتو په هکله خبرداری ورکړی.
امريکا: پر روسیې د بندیزونو سرغړونکی به یي «عواقب» وګالي
مخکې له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډهلي ته ورسیږي، امریکا هند ته له چین او روسیې سره د اړیکو په هکله خبرداری ورکړی
هندوستان راتلونکی کال د ښځو آی پي ال سیالۍ هم پیلوي
د هندوستان کريکټ بورډ غواړي راتلونکي کال د هندوستان د شل اوریزو تجارتي سیالیو (IPL) ښځینه ټورنمنټ هم په لاره واچوي.
يوه ويتنامي په ربړي کښتۍ کې د ۲۰۰۰ کيلومتره سفر هڅه وکړه
يوه ويتنامي له تايلنډ څخه په ربړي کښتۍ کې ۲۰۰۰ کيلومتره د هند پر لور سفر کول غوښتل څو خپله مېرمن وويني.
په هندوستان کې يو شمېر کسان ژوندي سوځول شوي
د هند په بنګال ایالت کې ظاهراً د سیاسي دښمنیو له کبله لسو کورونو ته اور اچول شوی او اته کسان پکې ژوندي سوځول شوي دي.
هند: د نړۍ تر ټولو ستر مندر جوړولو ته ځمکه يوه مسلمان ورکړې
د هند په بهار ايالت کې د نړۍ تر ټولو ستر مندر جوړيږي. د هندوانو د دې عبادتځای له پاره يوه مسلمان خپله ځمکه ورکړې ده.
د هند د ښځو کارنوال
د وهلو لرګي او ميرمنې: د هند په اوترا پردیش ایالت کې د برسانا او نندګاون په ښارونو کې، هولی، په بل ډول لمانځل کيږي.
د هند یوې محکمې هم په تعلیمي ادارو کې پر حجاب بندیز تائید کړ
د کرناټک ایالت عالي محکمې ویلي دي، دا چې حجاب د اسلام د دیني واجباتو له اصولو څخه نه دی، نو بندیز لګول پرې سم کار دی.
په فلسطین کې د هند سفیر په خپل دفتر کې مړ موندل شوی
په فلسطین کې د هند ځوان ۳۶ کلن سفیر آریه په خپل دفتر کې مړ موندل شوی او فلسطیني چارواکي یې بیا د مرګ په هکله پلټنې کوي.
امريکا: د هند دفاعي وړتياو په پياوړي کولو کې مرسته کوو
امریکا وايي چين چې څرنګه دغه هېواد پاروي په هماغه ډول هند هم پاروي.
هندوستان: د پټاقۍ جوړولو کارخانه کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي
د هندوستان په ختيځ کې په یوه کور درنې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي.
هندوستان له اوکراين څخه خپل په زرونو اتباع راوباسي
هندوستان غواړي پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په دغه هیواد کې خپل په زرونو بند پاتې شوي اتباع راوباسي.
عمران خان له مودي سره د بحث غوښتونکی دی
عمران خان غواړي چې د هند له لومړي وزیر سره په ژوندۍ بڼه خپريدونکي يوه تلویزيوني بحث کې ګډون وکړي.
له هند څخه افغانستان ته د غنمو د مرستي لړۍ پيل شوه
هند د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره د مرستو لړۍ په ترڅ کې په غنمو بار په لسونو لارۍ وليږدولې.
د احمد آباد په بريدونو کې تورنو کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې
په احمد آباد ښار کې په بمي بريدونو کې د لاس درلودو په جرم ۳۸ کسان د مرګ په سزا محکوم شوي دي.
«هندوستان دې د مسلمانانو امنیت وساتي»
د اسلامي همکاریو سازمان له هند او ملګرو ملتونوغوښتي چې په هند کې د مسلمانانو د امنیت له پاره اقدامات وکړي.
پاکستان هند ته اجازه ورکړې چي افغانستان ته غنم انتقال کړې
پاکستان هند ته اجازه ورکړې ده چې د واهګه پولې له لارې په ټنونو مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي.
مخکينۍ پاڼه
د 31 پاڼو څخه 10
بله پاڼه