1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

داعش پر درمسال د پروني برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۱۴۰۱ خرداد ۲۹, یکشنبه

داعش په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای یا درمسال باندې د پروني برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې یو سک او د طالبانو یو غړی وژل شوي وو. داعش ویلي چې برید یې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.

https://p.dw.com/p/4CuBc
Afghanistan Kabul | Anschlag auf Sikh Tempel
انځور: Ali Khara/REUTERS

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) او د هغه د میرمنې په هکله د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي د هندو نشنلست ګوند د یوې ویاندې تر جنجالي څرګندونو وروسته په ګڼ شمیر مسلمان میشته هیوادونو کې اعتراضونه وشول او د هغې څرګندونې یې وغندلې.

اسلامي دولت یا داعش ډلې پر خپلې انترنتي پاڼې اعماق باندې د یوه پیغام د خپرولو له لارې په کابل کې د سیک مذهبه پر عبادت ځای یا درمسال باندې د پرونۍ حملې مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې د شنبې ورځې په برید کې هندو او سیک مذهبه او همدا راز له دین څخه اوښتي هغه کسان په نخښه شوي چې د دوی ساتنه یې کوله. داعش ډلې ویلي چې د دوی یو جنګیالي په کابل کې د هندو او سیک مذهبه یوه عبادت ځای ته ور داخل شوی او د امنیتي ساتونکي تر وژلو وروسته یې په لاسي بمونو او اتومات وسلې پر» کافرانو« برید کړی دی.

د معلوماتو له مخې د کابل په پروني برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه اووه تنه نور ټپیان شوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور ویلي چې بریدګر درمسال تر داخلیدو وروسته لږ تر لږه یو لاسي بم غورځولی چې له کبله یې اور رامنځته شو.

دغه برید داسې مهال کیږي چې یو هندي پلاوی څه موده مخکې افغانستان ته راغلی وو څو د بشري مرستو پر څرنګوالي د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره خبرې وکړي. هغه مهال هندي او افغان رسنیو داسې رپوټونه هم خپاره کړي وو چې ګواکې د هندوستان دغه حکومتي پلاوي او طالبانو په کابل کې د هندوستان د سفارت پر احتمالي بیرته پرانیستلو هم خبرې کړې وې. هندوستان د تیر میلادي کال د اګست میاشتې تر نیمايي وروسته هغه مهال چې د افغانستان پخوانی نظام سقوط شو او طالبانو واک په لاس کې واخیست، په افغانستان کې خپل دپلوماتیکې نمایندګۍ وتړلې او لا هم تړلي پاتې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې، په دغه جګړه ځپلي هیواد کې چاودنې او بریدونه د پخوا په پرتله کم شوي خو بیا هم وخت نا وخت مذهبي اقلیتونه د بریدونو هدف ګرځي. د دغه راز بریدونو زیاتره مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی دی.

په افغانستان کې د سیک او هندو مذهبه وګړو شمیر چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې نیږدې نیم میلیون وو، اوسمهال شاوخواو ۲۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی او له دوی څخه زیاتره یې بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي دي. پر دغې مذهبې اقلیت باندې تر دې وړاندې هم خونړي بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۰م کال د مارچ په میاشت کې په پلازمینه کابل کې پر هندو او سیک مذهبو باندې په یوه خونړي برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي وو چې مسوولیت یې داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی وو.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.