1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا او هند مشرانو ونه شو کړای د اوکراین د جګړې په اړه له روسیې سره د اړیکو پر سر يوې هوکړې ته ورسیږي. واشنګټن هیله من دی چې د چین پر وړاندې هند د یوه متحد په توګه ځان ته را خپل کړي.

https://p.dw.com/p/49pVF
USA | Virtuelles Treffen Joe Biden - Narendra Modi
انځور: Chris Kleponis/Pool/CNP/abaca/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروسته له هغې چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا له  ولسمشر جوبایډن سره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، وویل: »دا مهمه ده چې ټول هيوادونه، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نفوذ لري، پر هغه باندې د جګړې د پای ته رسولو له پاره فشار راوړي.«

مودي، د بایډن برعکس پر اوکراین د روسیې یرغل په بشپړه توګه نه غندي. هغه په یوه ​​مجازي ناسته کې چې د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم حضور درلود د اوکراین وضعیت "خورا د اندېښنې وړ" وباله. نوموړي د روسیې او اوکراین تر منځ د خبرو ملاتړ وکړ، هغه خبرې چې واشنګټن تل ورته د شک پر سترګه ګوري.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې که څه هم د متحده ایالاتو ولسمشر په "عامه توګه" خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه د انرژۍ د وارداتو ډیرول د "هند په ګټه نه دي" خو د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جایشینکر دا ډول غوښتنې رد کړې. نوموړي وویل: «هغه انرژي چې موږ په یوه میاشت کې له روسیې څخه اخلو ښایي د اروپا د یویې ورځې له انرژۍ سره برابره وي چې له روسیې يې اخلي.«

هند د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې له مسکو سره نږدې اړیکې لري او د وسلو له اړخه هم تکیه پر روسیې کوي.

آلمان د اوکراین د پوځي ملاتړ له ډېرېدو سره موافق دی

په ورته وخت کې واشنګټن هیله لري چې د خپل اصلي سیال، چین سره په شخړو کې هند د یوه متحد په توګه ترلاسه کړي.

له همدې امله د اوکراين په جګړه کې د هند پر دريځ د امريکا نيوکه د پیکنګ د دريځ په پرتله کمه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني  بلینکن ټینګار وکړ چې په ټوله نړۍ کې باید "دیموکراسي" زموږ د ګډو ارزښتونو د دفاع له پاره په یوه غږ سره خبرې وکړي د هغه په ​​​​وینا، هند باید د دې ننګونو پر وړاندې خپله پریکړه وکړي.