1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند لومړی وزیر نريندر مودي اروپا ته راغلی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د هند له خوا پر اوکراین د روسیې د برید نه غندل به، د سیمې د هیوادونو د ناستو او خبرو اترو مهم ټکی وي.

https://p.dw.com/p/4AiHJ
Indien PM Narendra Modi bei G20 in Rom
انځور: Celestino A. Lavin/Zuma/picture alliance

هند چې تر ډیره خپلې وسلې او نظامي تجهیزات له مسکو واردوي ، د مسکو او اروپا ترمنځ روان دیپلوماتیک کړیچ ته یې غبرګون یوازې دا وو چې ژر تر ژره دې جګړه پای ته ورسیږي.

مودي جرمني، ډنمارک او فرانسې ته له ورتګ مخکې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "اروپا ته زما سفر په داسې وخت کې کېږي چې سیمه له ډېرو ننګونو او انتخابونو سره مخامخ ده."

 اعلامیه کې راغلي چې لومړی وزیر له اروپایي شریکانو سره "د همکارۍ روحیه پیاوړې کول غواړي " ځکه دوی د هند د سولې او ارامښت لپاره مهم شریکان دي .

مودي به نن (د ۲۰۲۲م کال د می ۲مه نيټه) د دوشنبې په ورځ په برلین کې د آلمان له لومړي وزیر اولاف شولڅ سره خبرې وکړي او وروسته له هغې به د مې په دریمه د «انډیا-نوردیک« په نوم په يوه دوه ورځنۍ غونډه کې د ګدون په موخه  کوپنهاګن ته ولاړ شي. په دغه غونډه کې به د ډنمارک، آیسلینډ، فنلینډ، سویډن او ناروې لومړي وزیران هم ګډون ولري.

 د هند د حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی به د فرانسې له ولسمشر سره د خبرو لپاره یوه لنډه دمه په فرانسه کې وکړي .خبر پاڼه کې راغلي چې نریندرا مودي به د فرانسې له ولسمشر سره «د بیلابیلو سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو ارزونه شریکه کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به روانې دوه اړخیزې اړیکې وڅیړي.»

 انډین ایکسپریس ورځپانې د دوشنبې په ورځ  د آلمان د لومړي وزیر شولڅ له قوله لیکلي چې له مودي سره په  خبرو کې پر اوکراین د روسیې برید د اجنډا په سر کې وي .

ورځپاڼې د شولڅ له قوله په یوه مرکه کې ویلي: «د روسیې د برید بې رحمي ټکان ورکوونکې او ویرونکې ده. مسوول کسان باید حساب ورکړي. زه ډاډه یم چې په دې اړه زموږ د هېوادونو ترمنځ د نظر توافق موجود دی.»

Berlin Bundeskanzleramt Narendra Modi Indien
برلین کې د هند لومړي وزیر راتلو ته تیاری انځور: Isha Bhatia/DW

بلومبرګ نیوز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې شولڅ پلان لري چې راتلونکې میاشت مودي ته د اووه مخکښو صنعتي هېوادونو د  جي اوه (G7) مشرانو سرمشریزه کې د ځانګړي مېلمه په توګه د روسیې پر وړاندې د یوه پراخ یووالي د رامنځته کولو لپاره بلنه ورکړي.

هند د مارچ له میاشتې راهیسې له  روسیې د تیلو واردات د پام وړ زیات کړي، خو د دې اقدام د توجیه کولو په موخه ویلي یې دي چې اروپا کې هم د روسیې انرژۍ په لا په پراخه کچه کارول کيږي.

د یکشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزير وينای کواترا یوه خبري کنفرانس ته  وویل چې اروپایي هیوادونه د شخړې په اړه د هند د  دریځ  په اړه "نه یوازې دا چې پوهیږي بلکې ډیره  ستاینه یې هم کوي".

امريکا هند ته د روسي تېلو په سر خبرداری ورکړی

کواترا وویل، د لیدنو او خبرو اترو اصلي تمرکز د سوداګرۍ، انرژۍ او پایښت پراختیا په شمول په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور کې ویلي چې پر روسیې د لویدیځ د بندیزونو ته په کتو د روانې  میلادي میاشتې په ورستیو کې به شاوخوا 50  ډوله هندي خواړه ، سیراميک او کیمیاوي  مواد له روسیي شرکتونو سره تر خبرو اترو وروسته ولیږدول شي .

ورځپاڼې د هند د سوداګرۍ د پراختیا، ویویک اګروال شرکت له قوله چې د دې سفر تنظیم چارې په غاړه لري ویلي «په روسيې باندې لګول شوي سوداګریز او مالي بندیزونو په بیلابیلو سکتورونو کې د هندي سوداګرۍ لپاره ډیری لارې خلاصې کړي."

دغه شرکت زیاتوي «هندي شرکتونه په روسیه کې د هندي تولیداتو له پراخ ظرفیت څخه ګټې اخیستلو ته لیواله دي .»

ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي، ويلي چې دغه محموله به د اوکراين د جګړې تر پای وروسته وليږدولې شي.

له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی