1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د هند دفاعي وړتياو په پياوړي کولو کې مرسته کوو

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

امریکا وايي چين چې څرنګه دغه هېواد پاروي په هماغه ډول هند هم پاروي. زياته شوې چې له همدې کبله دغه هېواد ژمن دی چې د هند دفاعي وړتياوې به لا پسې قوي کړي.

https://p.dw.com/p/480Yp
USA | Indopazifik-Gipfel in Washington
انځور: Sarahbeth Maney/Pool/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن د ادرې يوه لوړپوړي چارواکي د کانګرس غړيو ته وويل چې چين په هر ډګر کې هند په هماغه ډول پاروي، څرنګه چلند چې دغه هېواد له امريکا سره کوي. د دغه چارواکي په حواله له همدې کبله واشنګټن د هند د دفاعي وړتياو د لا ځواکمنو کولو په موخه په دې برخه کې خپل پرمختګ کړندي کولو ته ژمن دی.

د هند او چين اړیکي دمګړۍ له سختو مشکلاتو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوي موجودې دي. د لویديځ لداخ سيمې پر سر لانجې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ځواکونه له کابو تېر يو نيم کال راهېسې سره مخامخ دي. د ښکيلو اړخونو ترمنځ د مذاکراتو پر څو پړاونو سربیره هم ترنګلتيا کې د پام وړ کمښت نه ليدل کیږي. 

د امريکا دريځ څه دی؟

د جنوبي آسيا له پاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دونالد لو د يوې فرعي کميټې غړيو ته د سيمو وضعيت په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل چې لکه څرنګه چې چین امریکا پاروي، په هماغه ډول چلند له هند سره هم کوي.

نوموړي زياته کړې: «دا چې چين پر سرحد د بريد کوونکې قطعې قوماندان د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو له پاره غوره کړی دی، نو له دې همدې کبله هند په پيکنګ کې د اولمپيک لوبې تحريم کړي دي.»

په ۲۰۲۰م کال کې د مشرقي لداخ په ګلوان دره کې د رامنځته شويو نښتو له کبله ۲۰ هندي عسکر وژل شوي ول. چين هم په دې نښتو کې د خپلو يو شمیر عسکرو د وژل کیدو خبر تائيد کړی وو.

امريکا د چين دفاعي وړتياو ته وده ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال دونالد لو دې کمټې ته دا هم وويل چې له دغه ډول ننګونو سره د مخ کيدو له پاره امريکا د هند دفاعي وړتياو پياوړي هلې ځلې کړندۍ کوي.

هغه وويل: «موږ په خپل منځني دفاعي مشارکت کې د پرمختګ د چټکولو او د چين له خوا د تیري د مخنيوي په موخه د هند د دفاعي صلاحيت پياوړي کولو ته ژمن يو. په دې ترڅ کې د مضبوطې سمندري همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو د ښې تبادلې ترڅنګ فضايي او د سايبر سپيس په څېر نويو میدانونو کې مو هم له هند سره مرسته پراخه کړې ده.»

د کواډ غونډه او موخه یې

په ميلبورن کې د کواډ د بهرنیو چارو د وزیرانو د وروستۍ غونډې په يادولو سره نوموړي وویل چې دغه غونډه کې ټولو ګډونوالو له هند څخه د ملاتړ ژمنه کړې وه. 

کواډ د امريکا، هند، استرليا او جاپان يوه ډله ده چې په سيمه کې د چين د مخ پر زياتيدونکي نفوذ د مخنيوي او د آزاد هند پاسيفيک د ګډ ليد د مخکې وړلو له پاره جوړه شوې ده.

پرون پنجشنبه (د ۲۰۲۲ کال د مارچ درېيمه) هم د کواډ يوه انلاين غونډه ترسر شوه چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن او د هند، جاپان او استرليا لومړيو وزیرانو پکې ګډون درلود.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستیال د غونډې په ترڅ کې د سناتور تيت کروز هغه تورونه رد کړل چې ګڼې د جو بايدن ادارې په کواډ کې له چين سره د مقابلې لومړيتوب راکم کړی دی.

کروز زياته کړه: «کواډ په سمندرونو کې د همکارۍ او پر امنيت هم په ګډه کار کوي. د سمندري حوزو په اړه له يو بل سره د معلوماتو په شريکولو اخته يو، د غير قانوني کب نیونې پر ضد مبارزه کوو او د څلورو هېوادونو په کلنيو ګدو تمریناتو کې پيچلي او ستره سمندري تمرينونه هم شامل دي.»

ب. ص/ ا.ا (آژانسونه/ دويچه ویله اردو)