1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: د خپلو صادراتو مسیر د بریکس هیوادونو پر لور تغیروو

۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر د بریکس هیوادونو د پرانیستې په غونډه کې ویلي دي چې هیواد یي خپل د سوداګرۍ لوری په فعالانه ډول د دغو هیوادونو پر لور تغیروي. د چین ولسمشر بیا په دې غونډه کې د «پوځي تړونو له پراخوالي» څخه خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4D8Gy
BRICS-Gipfel 2022 | Russlands Präsident Wladimir Putin
انځور: Yin Gang/Xinhua News Agency/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د بریکس هیوادونو د پرانیستې په غونډه کې وویل چې روسیه د لوېدیځ له خوا د وضع شوو بندیزونو له کبله، د خپل تجارت مسیر د بدلولو او د بریکس غړو هیوادونو ته د نفتو صادرولو په حال کې ده.

د بریکس ډله له برازیل، روسیې، هندوستان، چین او سویلي افریقا هیوادونو څخه جوړه ده. د نړۍ د نفوس د ۴۰ سلني برخي اقتصاد او ناخالصو داخلي تولیداتو یو پر څلورمه برخه په همدغو هیوادونو پورې اړه لري.

د فبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته لوېدیځو هیوادونو پر روسیې پراخ بندیزونه وضع کړل چې په هغو کې له دغه هیواد څخه د نفتو پر واردولو محدودیت شامل دی.

روسیه له دغو بندیزونو سره د مقابلې په خاطر له اسیایي هیوادونو سره د خپلو مناسباتو د نږدې کولو په حال کې ده، څو دا د هغو بازارونو ځای ونیسي چې په امریکا متحده ایالاتو او اروپا کې یې له لاسه ورکړي دي.

د چین او هند له پاره د روسیې نفت

پوتین د بریکس سوداګریزې غونډې ته په خپله ویډیوي وینا کې هغه څه چې دا یې د سیاسي انګیزو له امله د دایمي بندیزونو عملي کول بولي وغندل. هغه وویل چې دغه بندیزونه له «سلیم عقل او ابتدایي اقتصادي منطق» سره هم په ټکر کې دي.

د روسیې ولسمشر وویل: «زموږ د هیواد سوداګر مجبوره دي چې تر سختو شرایطو لاندې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي. ځکه لویدیځو شریکانو د اقتصاد د بازار اساسي اصول، آزاد تجارت او د شخصي املاکو مصئونیت له پامه غورځولي دي.»

پوتین په بریکس ډله کې د مناسباتو د تقویه کیدو غوښتنه وکړه. نوموړي تشریح کړه چې روسیه د خپل هیواد په بازارونو کې د چینایي موټرو د زیاتولو او همدارنګه د هندوستان د زنجیره ایي سوپر مارکیټونو د پرانیستلو په هکله په خبرو اترو بوخته ده.

پوتین وویل: «چین او هند ته د روسیې د نفتو صادرات مخ پر زیاتیدو دي. کرنیزه همکاري په متحرک ډول مخ پر پراخیدو ده.» هغه زیاته کړه چې د بریکس غړو هیوادونو ته د روسیې د کیمیاوي سرې یا کود صادرات هم مخ پر ډیریدو دي.

BRICS-Gipfel 2022 | Chinas Präsident Xi Jinping
د چین ولسمشر شي جن پینګانځور: Ju Peng/Xinhua/AP Photo/picture alliance

د روسیې ولسمشر یادونه وکړه چې هیواد یې د بریکس له شریکانو سره «د نړیوالو پیسو د انتقال او زیرمه کولو له پاره د بدیل میکانیزم په رامنځته کولو کار کوي، څو پر ډالر او یورو پورې وابستګي راکمه کړي.»

د بریکس درو غړو هیوادونو چین، هند او سویلي افریقا پر اوکراین د روسیې د برید غندلو په هکله د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ته له رایه ورکولو څخه ډډه کړې وه.

چین د اوکراین جګړې ته په کومه سترګه ګوري؟

د چین ولسمشر شي جن پینګ، د بریکس غونډې د پرانیستې په وینا کې وویل چې د اوکراین شخړه «بشریت ته د خطر زنګ غږولی دی». چين په دې شخړه کې پر خپلې بې طرفۍ ټينګار کوي په داسې حال کې چې د خپل متحد روسیې ملاتړ کوي.

شي په دغه ویډیوي وینا کې وویل: «که هیوادونه په پټو سترګو د خپل زور پر دریځ باور ولري، نظامي ائتلافونو ته پراختیا ورکړي او د نورو د امنیت په بیه د خپل امنیت په هڅه کې وي، باوري ده چې بالاخره له امنیتي ستونزو سره مخامخ کیږي.»

د چین ولسمشر زیاته کړه: «تاریخ ښودلې ده چې پر نورو د لاس برې کیدو کوښښ، ډله ایز سیاستونه او د بلاکونو ترمنځ تقابل، نه سوله راولي او نه هم ثبات، بلکې په جګړو تمامیږي.»

شي په خپلو څرګندونو کې وویل چې بندیزونه کولی شي د دوه سری تورې په توګه کار وکړي او برعکس اغیزې ولري. نوموړي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه د اقتصاد او بین المللي مالي جریانونو د «سیاسي کولو، میکانیزه کولو، او وسلو جوړلو» څخه زیان ويني.

چین تر اوسه پورې په اوکراین کې د روسیې پر جګړې نیوکه نه ده کړې او حتی «یرغل» یي نه دی بللی، په داسې حال کې چې پر روسیې د لویدیځ او امریکا بندیزونه یي غندلي او لویدیځ یي د مسکو په تحریک کولو تورن کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا مشران یوه ویډیویې غونډه ولري. دغه غونډه د چین په مشرۍ ترسره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ز