1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند کي يوه راهب د مسلمانو ښځو د اختطاف او جنسي تېري ګواښ کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعه

په هند کي د درمسال يو راهب د اسلام د دين د سپکاوي سره سم د مسلمانو مېرمنو د اختطاف او ورباندني د جنسي تېري د ښکاره ګواښ کړی دی. پوليس وايي چي پر ضد يې تحقيقات پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/49g9r
Indien | Marichjhanpi
انځور: Payel Samanta/DW

د هند په اتر پردېش ايالت کي پوليسو د هغې ويډيو په تړاو د تحقيقاتو کولو امر کړی دی، چي پکښي د يو درمسال هندو راهب د يو مسجد پر دروازه و خپلو پلويانو ته له کرکې ډکه وينا کړېده. دغه راهب د خپلي وينا پر وخت په ښکاره توګه د مسلمانو مېرمنو د اختطاف او پر هغوی د جنسي تېري ګواښ کړی دی. د هغه ټوله وينا په ږغ او انځور کي په ويډيو کي ثبت سوې ده.

دا پېښه د سيتا پور په تاريخي ولسوالي خير آباد کي رامنځته سوې ده. دغه سيمه د اسماعيل خيرآبادي په نوم يو مسلمان عالم د پلرني ټاټوبي په توګه مشهوره ده. دغه سيمه له ايالتي مرکز لکهنو څخه تقريبا د سلو کلومترو په فاصله کي واقع ده.

په ويډيو کي څه ليدل کيږي؟

په دغه ويډيو کي د خير آباد د درمسال هندو راهب ليدل کيږي چي په موټر کي د مسجد دباندي ناست دی او پر لاوډ سپيکر باندي خپله وينا اوروي. په وينا کي اورېدل کيږي چي هغه وايي: «که کوم مسلمان په سيمه کي کومي نجلۍ ته ازار ورکړي، نو به مسلمانې مېرمنې اختطاف کړم او په عام محضر کي به ورباندي جنسي تېری وکړم.» په ويډيو کي ليدل کيږي چي حاضر د هندو راهب پلويان د «جې شري رام» شعارونه ورکوي.

دغه کس په ويډيو کي تور لګوي چي د قتل کولو توطيه يې جوړه سوې وه او د مسلمانانو او د هغوی د دين په تړاو له سپکاوي ډکي خبري او ښکنځل کوي. هغه وايي: «مسلمانانو که سم سم ښورئ، نو په خير آباد کي پاته سئ ځکه چي د دغه ځای نوم به شري رام نګر ته واړول سي.»

ويډيو په ټولنيزو شبکو کي لاس پر لاس کيږي، د «آلټ نيوز» په نوم وېبپاڼه کي محمد رضوان خپره کړېده او ويلي يې دي چي دا پېښه د اپريل مياشتي پر دوهمه رامنځته سوه او دا چي تر اوسه چارواکو په دې تړاو کوم اقدام نه دی کړی.

خو د دغې ويډيو په جواب کي د سيتاپور پوليسو په خپل يو ټويټر پيغام کي ويلي دي يو لوړ پوړی چارواکی د دغې پيښي په تړاو د تحقيقاتو لپاره ګومارل سوی دی. د پوليسو په وينا د حقايق د مخته راتللو وروسته به اړين اقدام وکړي.

دا پېښه په داسي وخت کي رامنځته کيږي چي په هند کي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د غوايي د غوښې پر خرڅلاو د مؤقتي بنديز په هکله سخت بحثونه راپارېدلي دي. د هغه څخه تر مخه د يوې مسلماني باحجابه نجلۍ په وړاندي د احتجاج کوونکو هندوانو او د هغې له خوا د الله اکبر د نعرو ويډيو هم خورا زياته لاس پر لاس سوې وه.

هند تقريبا ديارلس سوه ميليونه نفوس لري چي تقريبا ۲۰۴ ميليونه يې مسلمانان دي.

آ./ا.ا./ن.ز.