1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د نړۍ تر ټولو ستر مندر جوړولو ته ځمکه يوه مسلمان ورکړې

۱۴۰۱ فروردین ۲, سه‌شنبه

د هند په بهار ايالت کې د نړۍ تر ټولو ستر مندر جوړيږي. د هندوانو د دې عبادتځای له پاره يوه مسلمان خپله ځمکه ورکړې ده. دا کړنه د مذهبونو ترمنځ د حسن نيت يو ښه مثال بلل شوې ده.

https://p.dw.com/p/48qrh
Indien Sitamarhi |  anaki Tempel in Punraudhadham
انځور: DW/M. Kumar

د نړۍ دا تر ټولو ستر مندر به د هند د بِهار ایالت په لوېديځ کې د چمپارن په جانکي نګر سيمه کې جوړ شي. د هندوانو د عقيدې په حواله د بهګوان رام مېرمنې سيتا په ځنګله کې د يوازيتوب د مودې چې هندوان یې بنواس بولي، په ترڅ کې يو څه موده يوه کلي ته نزدې اوسيدلې وه چې وروسته دغه کلی د هغې په نوم ونومول شو.

د مهاوير مندر خیريه موسسې په حواله چې ددې مندر د جوړولو مسئوليت یې پر غاړه اخيستی دی، ويلي چې دا به د نړۍ تر ټولو ستر د هندوانو عبادتځای وي او نوم به «وراټ راماين مندر» وي چې په يوه وخت کې به پکې شل زره کسان عبادت وکولی شي.

زياته شوې چې د دې مندر په جوړولو به ۵۰ ميلیونه هندۍ روپۍ مصرف راځي او د جوړولو چارې به یې د راتلونکي کال په جون میاشت کې پېل شي.

د مهاوير مندر د موسسې منشي اچاريه کشور کونال چې د هند د پولیسو يو متقاعد افسر دی، له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د مندر له پاره يې تر اوسه شاوخوا ۹ هيکټاره ځمکه ترلاسه کړې ده.

نوموړي وويل چې د مشرقي چمپارن سيمې د اشتياق احمد خان په نوم يوه اوسيدونکي چې سوداګر دی، دغه ځمکه ورکړې ده. هغه وويل: «اشتياق احمد خان او د هغه کورنۍ د دوو فرقو ترمنځ د همغږۍ او ورورولۍ يو مثال رامنځته کړی دی.»

نوموړي زياته کړه چې د ځمکې د وقف کولو په اړه ټولې قانوني چارې په دې وروستیو کې سر ته رسېدلي دي. هغه وويل چې په کوم ځای چې مندر بايد جوړ شي، شا او خوا یې ډېر شمير مسلمانو کورنيو ځمکې لرلې.

د ځینو مسلمانانو ځمکې په هغه ساحه کې پرتې وې چې مندر له مرکزي سړک سره وصلوي. ځينو مسلمانانو خپلې ځمکې مندر ته وقف کړې او ځينو یې د ځمکو په خرڅلاو کې مرسته وکړه. د هغه په خبره د مسلمانانو د مرستې پرته د دومره ستر پلان د عملي کيدو امکان نه وو.»

اچاريه کشور زياته کړه: «د مندر د جوړولو له پاره د هندوانو له خوا د ځمکې وقف کول يوه عادي خبره ده خو د مسلمانانو له خوا دا کړنه يو غير معمولي عمل چې له کبله یې بايد مسلمانان وستايل شي.»

آيا دا کړنه به د هندوانو او مسلمانو ترمنځ واټن راکم کړي؟

د چارو مسلمان کارپوهان وايي چې په هند کې اوسمهال د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د نفرت اور ته دومره لمن وهل شوې چې د مسلمانانو له خوا د مندر له پاره د ځمکې وقف کول به کومه ګټه ونه لري.

د هندو مذهب په اړه د څو کتابونو ليکونکی عبدالحميد نعماني وايي چې اسلام په اصل کې د شرک پر ضد دی، «په دې صورت کې د حسن نيت په نوم د يوه اصل له پامه غورځول په هیڅ صورت کې سم کار نه دی او دا به هيڅ ګټه ونه لري. د مندر له پاره د ځمکې وقف کول له حسن نيت سره هيڅ سروکار نه لري.»

نوموړي وويل چې که کوم مسلمان د «ښه نيت» په نوم د يوه مندر د جوړولو له پاره ځمکه ورکوي نو دا د هغه شخصي کړنه ده. د مسلمانانو او اسلام په نظريه کې دا کار هيڅ ځای نه لري ځکه چې اسلام شرک هيڅ نه مني.

د وراټ راماين دا مندر به په کمپوچيا کې د دولسمې پيړۍ د نړۍ د مشهور مندر څخه هم چې ۷۶متره  لوړوالی لري، لوړ وي. د کمپوچيا د انګکور واټ مندر د يونيسکو د نړيوال ميراث په توګه هم درجه بندي شوی دی.

د وراټ راماين دا په پام کې نيول شوی مندر به ۷۶۲ متره اوږد، ۳۹۵ متره پلن او ۱۱۵ لوړ وي. د مندر په ساحه کې به ۱۸ نور ستر او کوچني مندرونه هم وي.

جاويد اختر، نوی ډهلی