1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ممبئي: «مسجدونه دې د لاوډسپيکرونو غږونه ټيت کړي»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

په هندوستان کې مشهور عالم محمد اشفاق قاضي وايي چې په دغه هیواد کې د مسجدونو د آذان د غږ لوړوالی، اوس پر يوه سیاسي موضوع بدله شوې ده. له ۹۰۰ ډیرو مسجدونو دې خبرې سره توافق کړی دی.

https://p.dw.com/p/4B0qG
Indien | Jama Masjid Moschee in Mumbai
انځور: Francis Mascarenhas/REUTERS

مبلغ محمد اشفاق قاضي د هندوستان په لويديځ ساحل کې یو له خورا با نفوذه ديني عالمانو څخه دی. قاضي د ممبي ښار په زړې سوداګرۍ سيمه کې د جامع مسجد لاوډسپيکرونو ته چې د مسجد په منارونو کې نصب دي اشاره کوي او وايي: «د آذان د غږ درجه اوس په یوه سیاسي موضوع بدله شوې ده، خو زه نه غواړم دا پر یوه فرقیزه مسئله واوړي.»

په ممبئي کې د مسجدونو د لاوډسپیکرونو د غږ ټيټولو مسئله د یو ځايي هندو سیاسي ګوند له خوا مطرح شوې ده.

په مهاراشترا ایالت کې چې ممبي ښار هم پکې واقع دی، قاضي او درې نورو ديني عالمانو وويل چې د یوه ځايي هندو ګوند د شکایتونو په ادامې د ایالت په لويديځه برخه کې له ۹۰۰ ډیرو مسجدونو توافق کړی چې د آذان غږ ټيټ کړي.

د هندو ګوند مشر، راج ټهاکري په اپریل میاشت کې له مسجدونو او نورو عبادت ځایونو وغوښتل چې د لاوډسپیکرونو غږونه دې ټيټ کړي. هغه ویلي وو که دغه کار نه کیږي، په هغه صورت کې به ېې هندو پلویان د مسجدونو نه بهر د اعتراض په رسم هندي مذهبه شعارونه ورکړي.

د ټهاکري ګوند په ایالتي اسمبله کې چې ۲۸۸ غړي لري، یوازې يوه څوکۍ لري. هغه ټينګار کوي چې له محکمې څخه صرف دومره غواړي چې د لاوډسپيکرونو غږ دې په یوه ټاکلې محدوده اندازه کې وساتل شي.

Indien | Mohammed Ashfaq Kazi von der Jama Masjid Moschee in Mumbai
ديني عالم محمد اشفاق قاضيانځور: Francis Mascarenhas/REUTERS

دغه ځايي سیاستوال د مهاراشترا ايالت په مرکز ممبي ښار کې خبریالانو ته وویل: «که چیرته مذهب يوه شخصي موضوع وي، نو بیا مسلمانان ولې په ۳۶۵ ورځو کې د لاوډسپيکر د استعمال اجازه لري؟»

 هغه زیاته کړه: «زما ګرانو هندو وروڼو، خویندو او میندو، راځئ ټول په ګډه د لاوډسپيکرونو غږ کمولو له پاره متحد شو.»

هندوستان چې ۲۰۰ میلیونه وګړي ېې مسلمان دي، د لاوډسپیکرونو پر غږ باندې پابندي د دوی د مذهبي حقونو او آزادۍ د محدودولو له پاره یوه بله هڅه ده.

د وروستیو اوونيو په جریان کې په هندوستان کې د حاکم هندو ملت پاله ګوند، بهارتي جنتا، یوه مهم رهبر پر دې ټينګار کړی چې د ودونو او میراث په قوانينو کې دې بدلون رامنځ ته شي چې د مذهب پر ځای د مدني قوانینو له مخې وشي.

رويټرز په دې اړه په خپل رپوټ کې ليکي چې په دغه کار کې د دغه رهبر مقصد د مسلمان نارینه و د څلورو ښځو کولو آزادي په نښه کول دی.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په مهاراشترا ایالت کې بي جي پي ګوند د راج ټهاکري له خوا د لوډسپيکرونو غږ کمولو پر شکایت کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو دغه ګوند د مذهبي اقلیتونو د په نخښه کولو تورونه ردوي او وايي د یو داسې «مترقي بدلون» غوښتونکی دی چې د ټول هیواد په ګټه وي.

Reuters)mks/nz)