1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هند ته اجازه ورکړې چي افغانستان ته غنم انتقال کړې

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

پاکستان خپل ګاونډي هيواد هند ته اجازه ورکړې ده چې د واهګه پولې له لارې په ټنونو مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي. دغه غنم به په راتلونکې اونۍ کې په افغاني لاريو کې جلال آباد ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/46zzb
Flaggen von Indien und Pakistan
انځور: Yann Tang/Zoonar/picture alliance

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو استازو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه توافق پر اساس به د فيبرورۍ له ۲۱مې نيټې څخه افغاني لاريو ته اجازه ورکړل شي څو د پاکستان د واهګه پولې له لارې د هند له خوا مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي.

دغو چارواکو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې وويل چې په غنمو بار لارۍ به بيا په بله ورځ د تورخم له لارې د جلال آباد ښار پر لور روانې شي. 

هند کابو درې مياشتې مخکې اعلان کړی وو چې افغانستان ته به ۵۰ زره ميتريک ټنه غنم او همدا راز ژوند ژغورونکي درمل واستوي، خو تر اوسه د دې مرستې انتقال ته زمينه برابره شوې نه وه. چارواکو زياته کړې ده چې پاکستان هغه وخت ويلي ول چې هند ته به اجازه ورکړي چې مرستې د دغه هيواد د ځمکنۍ لارې افغانستان ته انتقال کړي خو په نوي ډهلي کې حکومت تر تېرې اونۍ پورې په دې اړه لارې چارې نهايي کړې نه وې.

هند او پاکستان درې کاله ترمخه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تر خونړي بريد وروسته خپلې تجارتي اړيکي قطع کړې وې. هند د دغه بريد پړه چې تر ۴۰ ډېر هندي نيمه پوځي عسکر پکې وژل شوي ول، پر پاکستان اچوي. خو پاکستان دا تور ردوي او په دې اړه د شواهدو غوښتونکی دی.

Pakistan LKW-Fahrer
مرسته شوي غنم په افغاني لاريو کې جلال آباد ته انتقال شيانځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

له هغه وخت راهيسې د دواړو هيوادونو ترمنځ نورمالې ديپلوماتيکې او تجارتي اړيکي بيرته نه دي فعالې شوي.

پاکستان اوس ويلي دي چې هند ته یې اجازه ورکړې ده چې د ځانګړې زمينې په برابرولو سره کابل ته خوراکي توکي انتقال کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې د افغانستان اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې خبرداری ورکړ چې يو ميليون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او کابو ۹۰ سلنه افغان وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ملګرو ملتونو له همدې کبله له افغانستان سره د پنځو ميلياردو ډالرو مرستې غږ کړی وو.

پاکستان هم په دې وروستيو مياشتو کې افغانستان ته خوراکي توکي او درمل استولي ول. د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر هند او پاکستان هم تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پيژندلي.

د هند حکومت په کابل کې دمګړی هیڅ ديپلوماتيک حضور نه لري، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وروسته د اګست پر ۳۱مه نېټه د هند استازو په قطر کې له طالبانو سره ليدلي ول. هند د افغانستان له پخواني حکومت سره نژدې اړيکي لرلې او د پخواني افغان امنيتي ځواک سره یې د روزنې او تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوله.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: