1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيمروز کي خلکو د تيلو د نيستۍ ،د ځنگلونو وهلو ته مخه کړې

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

د هغه ولايت چارواکي وايي چي د ايران له خوا افغانستان ته د تيلو بنديز د چاپيريال د خرابۍ او ځنگلونو د وهلو ستونزه را پيدا کړې ده.

https://p.dw.com/p/Qtiu
د ځنگلونو وهل چاپيريال ته سخت سرخوږی دی
د ځنگلونو وهل چاپيريال ته سخت سرخوږی دیانځور: Keno Verseck
د نيمروز د چاپيريال ساتني ادارې مامورين وايي، خلک له يخنۍ د ځان ساتني په وجه د ځنګلونو وني غوڅوي. هغوی د امنيتي ځواکونو څخه ددې کار د مخنيوي غوښتنه کوي.

د نيمروز ولايت د چاپيريال ساتني ادارې مشر محمد جعفرخبريالانو ته ويلي دي چي د ايران له خوا د تيلو د ټانکرونو دريدل ددې لامل سوي، چي خلک د سون موادو د موندلو لپاره د ځنګله وني چپه کړي.

« د ايران له خوا د تيلو بندښت د سون موادو نرخونه جګ بوتله چي اوس يې خلک د اخيستو مالي توان نه لري. ځکه نو د لرګوبازار تود او خلکو د ځنګلونو و هلو ته مخه کړې.»

د نيمروز د امنيه چارو قوماندان جنرال جبار پردلي وايي د پر سونل د کمښت له وجي د څنگله ساتنه ورته مشکله ده. خو بيا يې هم يو شمېر کسان د ځنگله د وهلو په تور نيولي او تر يو حده يې مخنيوی کړی دی.

« په خوابدۍ سره به ووايم چي د نيمروز د ځنګله سيمه لويه او موږ يي د ساتني لپاره کافي ساتونکي او امکانات نه لرو. خو پر دې سربيره موهم د ځنګله د ساتني جدي هڅي پيل کړي ۱۴تنه مو د ځنگله د غيري قانوني وهلو په تور نيولي دي.»

د هغه په خبره ۴ سوه باره غلاسوي لرگي يې نيولي او هغه ولايت د کرهني او مالدارۍ رياست ته يې ورکړي دي.»

د هغه ولايت د چارواکو په وينا هلته په شاوخوا۴۰زره جريبه ځمکه کي ځنګلونه سته.چي ملکيت يې دولتي دی.

د اړونده چارو کارپوهان وايي که حکومت د دغه ځنگلونو د وهلو مخنيوی و نه کړي نو ددغه ولايت چاپيريال ته به ناوړه راتلونکې ولري.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل