1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د تيلو بيه تر اندازې ډيره لوړه سوې

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

کابل ښاريان د تيلو د بيي د لوړيدو څخه شکايت کوي او وايي چي په تيرو پنځوسو کلونو کي بيي دومره نه وې لوړي سوي.

https://p.dw.com/p/QmeL
په ژمي کي به بيي لوړيدې خو دومره نه
په ژمي کي به بيي لوړيدې خو دومره نهانځور: AP

په کابل ښار کي د تيلوپه پلورنځيو کي د يو ليټر پترولو بيه ۵۸ افغانۍ او د ډيزلو ۶۸ افغانيو ته رسيده.

کابل ښاريان وايي اوس دوی د يوي اقتصادي مافيا په کړۍ کي لويدلي دي او هر لوبه چي د هغوی د خوښي وړ وي پر دوی يي تر سره کوي.

هغوی ګواښنه کوي چي که حالت همداسي روان وي په ملک کي به اقتصادي بحران رامنځ ته سي.

افغانستان د سيمي په کچه يو داسي مصرفي هيواد شميرل کيږي چي خپل د اړتيا وړ ډير مواد له ګاونډيو هيوادونو په خاصه توګه ايران اوپاکستان څخه واردوي.

د تيلو د بيو د لوړيدو ستونزه هغه مهال رامنځ ته سوه چي ايران افغانستان ته د سونگ موادو د ټانکرانو مخه ونيوله.

که څه هم د ولسمشرکرزي مرستيال مارشال فهيم د دغه ستونزي د هوارولو لپاره ايران ته سفر درلودی خو داسي ښکاري چي ايران لا هم خپله پوله نده پرانيستې.

خو د ولسمشر کرزي وياند وحيدعمر د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل چي د ولسمشر له لوري د دغي لانجې د هوارولو لپاره يوه کمېسيون ته لا وختي دنده سپارل سوي تر څو د ديپلوماتيکو کانالونو له لاري د ايران له اسلامي جمهوريت سره دغه لانجه هواره کړي.

د سوداګرۍ د خونو چارواکي بيا وايي چي د تيلوبيه په نړيوالو بازارونو کي ثابته ده. هغوی افغان دولت د ستونزو د مخ نيوي په برخه کي په ټګۍ تورنوي.

د سوداګرۍ د خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي چي د ملک په بازارونو کي د تيلو د بيي د لوړيدو لامل د دولت ټګي او په ورته وخت کي د اقتصادي مافيا له لوري د بازارونو ولکه کول دي.

« دولت هغه تدابير چي بايد يې نيولي وای ندي نيولي، دا زموږ د ضعف ټکی دی، دا لومړی ځل ندی، بلکي په تيرو لسو کلونو کي په وار وار داسي فشارونه راغلي.»

که څه هم افغان حکومت وايي چي دوی له ايران سره د دغه لانجې په هوارولو خبري پيل کړي خو د تيرولسو ورځو راهيسي لا هم افغاني ټانکرونو ته د راتګ لپاره د ايران پوله نده پرانيستل سوې.

په لويديځ هرات کي د اسلام قلعه او تورغونډۍ له بندرونو څخه به په نور مال ډول هره ورځ په سلګونو ټانکر تيل افغانستان ته وړل کيدل خو اوس يوازي ترکمنستان هغه هيواد دی چي افغانستان ته تيل پريږدي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل