1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د امريکا او طالبانو تړون

امريکا متحده ایالاتو او طالبانو تر څو مياشتو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کې په قطر کې يو تړون لاسليک کړ. دا تړون له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو وتلو ته زمينه برابروي.

د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون پر اساس به امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې له افغانستانه وځي. طالبانو د دې په بدل کې ژمنه کړې چې دوی به اجازه ور نه کړي چې تر کنترول لاندې سیمې یې د امريکا او د متحدينو پر ضد یې د بريدونو له پاره وکارولې شي. دا ډله پر دې سربیره بين الافغاني خبرو ته هم ژمنه ده چې په سپتمبر مياشت کې په قطر کې پېل شوي. زلمي خليلزاد د امريکا متحده ایالاتو په استازيتوب له طالبانو سره دا اوږدې خبرې پر مخ وړلې.