موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
ورزش پر دې سربیره چې يوه سرگرمي ده، د انسان په بدني او رواني روغتيا کې هم ډېر مهم نقش لري.
په دې اتوماتيکه پاڼه کې د ورزش په اړه د دويچه ويله تازه مضامين او نور مواد لوستلی او کتلی شئ.
د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو له هیواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل له پاره د استرالیا د محلي لیګ په سیالیو کې ګډون وکړ. که څه دغه لوبه په مساوي ډول پای ته ورسیده، خو د دوی له پاره یوه لویه لاسته راوړنه وه.
که د وینې لوړ فشار لرئ کولای شئ په سالمو خوړو او د سپورت له لارې یې په طبیعي توګه راټيټ کړئ. څیړونکو د وینې لوړ فشار لپاره متفاوت تمرینونه وړاندیز کړي، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې د وینې فشار په ټیټولو کې مثبت اغېز لري.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسیدو وروسته پر یو شمیر ورزشونو محدودیتونه وضع شوي دي خو برعکس بیا یو شمیر سیمه ایز ورزشونه له سره ژوندي شوي او رونق یي موندلی دی. غيږ نيونه هم له دې لوبو څخه يوه ده.
یوې آسترالیایی رسنۍ د طالبانو په حواله رپوټ ورکړی چي د ښځو ورزش، په خاص ډول د ښځو کرکټ به په افغانستان کي منع اعلان سي. د آسترالیا د ورزش وزیر له نړیوالو ورزشي بڼسټونو څخه غوښتي چي د دغه اقدام په وړاندي چُپ پاته نه سي.
د المپیک نړيوالي کمېټې په توکیو کي د المپیک په سیالیو کي د مهاجرو د ټیم غړي اعلان کړي چي په هغو کي درې افغان مهاجر هم شامل دي. د دغه ټیم اوه غړي په آلمان کي میشت پناه غوښتونکي دي.
په هند کې په یوه نوښت لاس پوری شوی دی چې د ورزش تر څنګ د ښار د پاکوالي سبب هم ګرځي. د پوهې په دې مجله کې د یوه ډنمارکي عکاس د مشغولا او د سرطان د ناروغانو د درملنې له پاره د ځانګړو مرکزونو په هکله معلومات ترلاسه کولی شئ.
څېړنو ښوولې ده چې د روغتيا له پاره تر هغه څو ساعته ډېر ورزش بايد وکړل شي چې د روغتيا نړيوال سازمان يې توصيه کړې ده. دې سازمان په اوونۍ کې د دوه نيمو ساعتو د سپورت لارښوونه کړې، خو نوي څېړنې لا ډېر ورزش اړين ګڼلی دی.
مناسب خواړه، ورزش، په کافي اندازه خوب، له سگريټو ډډه، د الکولي مشروباتو نه استعمال او د شترس کمښت هغه عوامل دي چې کیدای شي د انسان د عمر په اوږدېدو کې مرسته وکړي. انځوریز راپور.
له خوب، ورزش او خوړو څخه یې کوم يو پر رواني روغتيا ډېر اغیز کوي؟ د نوي زيلاند د آف اوتاگو پوهنتون په يو څيړنيز رپوټ کې په دې اړه جزيات خپاره کړي دي.
د نوامبر۲۷ د بروس لي اتیایمه کليزي ده. هغه د رزمي هنرونو استاد او سينما نامتو ستوری، په نړۍ کې داسي شهرت ته ورسید چې حتي اوس هم ډيرو ته يو خيال دی.
په کندهار ولايت کې فعالې مريم درانۍ چې له لسیزو راهيسې د ښځو د حقونو څخه دفاع کوي، په دغه ولايت کې د ښځو د لومړي ورزشي کلب بنسټره هم ده. هغه وايي چې يوازینۍ هیله یې داده چې په ټولنه کې ښځو ته د انسان په سترگه وکتل شي.
وتلې افغانه ورزشکاره روبينا جلالي د رايو په اکثريت سره د څلورو کلونو له پاره د افغانستان د اتليتيک فدراسيون مشره وټاکل شوه. جلالي د سپورټ تر څنګ سياستواله هم ده.
هغې خپل ټول عمر فقط يوه اصلي غوښتنه لرله. الهام بلاتونه تل غوښتل چې د خپلو ورونو په څېر هم د فوټبال لوبه وکړي. هلکانو به تل د هغې په مخکې د کوڅو او سړکونو په سر دغه سپورټ کاوه.
۲۰۱۹ میلادي کال د روغتیا او سلامتي په برخه کې له ډیرو لارښوونو سره مل وو چې هغو ته یوه لنډه کتنه زموږ سره مرسته کوي تر څو په ۲۰۲۰ کال کې مو هم روغتیا او ښه صحت په برخه وي.
د فوټبال نامتو ستوري ليونل میسي د شپږم ځل له پاره د سرو زرو توپ جايزه وګټله او په دې توگه له کريستيانو رونالدو څخه مخکې شو. له ۲۰۰۸م کال راهيسي دغه دواړه لوبغاړي کابو هغه يوازني کسان دي چې په پرله پسې ډول دغه جایزه گټي.
په ټوله نړۍ کې د تنکیو ځوانانو فزیکي حرکت ډیر کم شوی دی. ډیري ماشومان او تنکي ځوانان په موټرو کې ښوونځیو ته وړل کیږي، په انټرنټي لوبو اخته وي او سالمه غذا نه خوري. دا کار بیا په مجموع کې د ټولنې له پاره منفې اغیزې لري.