1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د سولې نوبل جایزه

د سولې د نوبل جایزې په گټونکو کې سياستوال، نړيوال سازمانونه، د سولې ملاتړي غورځنگونه او د بشري حقونو فعالان شامل دي.

آلفريد نوبل يو سويډنی مخترع وو چې غوښتل یې په پېسو یې يو بنسټ جوړ شي چې هر کال يو کس چې د قومونو ترمنځ د ورولۍ د رامنځته کولو له پاره یې هلې ځلې کړي وي او يا یې د جگړو او زور زياتي په کمولو او د سولې په پياوړي کولو کې مرسته کړي وي، انتخاب کړي او جایزه ورته ورکړل شي. د سولې لومړۍ جایزه د آلفريد نوبل تر مړينې پنځه کاله وروسته په ۱۹۰۱ م کال کې ورکړل شوه. د دويچه ويله په دې اتوماتيکه پاڼه کې د سولې د نوبل جایزې په اړه مضامين موندلی شئ.