1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل جایزې لومړنۍ ګټونکې ښځه څوک وه؟

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

هر کال د اکتوبر میاشتې یوه پيښه د نوبل د جایزو د ګټونکو اعلان وي. دا جایزه تر دې دمه څومره ښځو او په کومو برخو کې ګټلې ده؟ د دې پوښتنو ځوابونه د څیړونکي اسد سیف په دې لیکنه کې ولولئ.

https://p.dw.com/p/4IhnD
Nobelpreis Medallier
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Vergara

الفریډ نوبل اختراع کوونکی او یو شتمن څیړونکی و چې د ۱۸۳۳ کال د اکتوبر په ۲۱ نیټه په ستاکهولم کې زیږیدلی و. نوموړي د کیمیا په برخه کې زده کړې وکړې او په کال ۱۸۶۹ کال کې یې د خپلو څیړنو پر بنسټ ډینامیت اختراع کړ.

نوبل د جګړې په ډګر کې د خپل اختراع له کارولو څخه ډیر ناخوښه و. له همدې امله، یې د خپل مرګ څخه مخکې، له ساینس پوهانو سره د مرستې لپاره یوه موسسه جوړه کړه چې د سولې او پرمختګ سره مرسته کوي او د خپلو څیړنو له لارې بشریت ته خدمت کوي.

نوبل په خپل وصیت کې ویلي چې د ونډو په بازار کې د خپلې شتمنۍ د پانګې اچونې له لارې، یې باید ګټه هر کال هغو کسانو ته د جایزې په ډول ورکړل شي چې کار یې انسانیت ته غوره لاسته راوړنې ولري. دا توپیر نه کوي چې دوی نارینه دي که ښځینه او په کوم هیواد کې ژوند کوي.

د نوبل جایزې بنسټ په ۱۹۰۱کې یعنې د نوبل د مړینې په پنځم کال کې خپل کار پیل کړ. په لومړي سر کې د جایزې اندازه ۱۵۰ زره او ۸۰۰ کرون چې اوس لس میلیونه سویډني کرون چې (شاوخوا یو میلیون یورو) ده. هره جایزه له یو څخه تر دریو کسانو ته ورکول کیدی شي. دغه بنسټ هر کال هغه چا ته د نوبل د سولې جایزه هم ورکوي چې په نړۍ کې یې د سولې له پاره یې اغېزمن ګامونه پورته کړي وي.

د نوبل د سولې جایزه یوازینې جایزه ده چې له سویډن څخه بهر ورکول کیږي .

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي اعلان شول

د ناروې پارلمان له کاندیدانو څخه یو کس غوره کوي او جایزه د دسمبر په لسمه چې د نوبل د مړینې له کلیزې سره برابره ده، په اوسلو کې ورکول کیږي.

لومړنۍ ښځه

ماري کوري لومړنۍ ښځه ده چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه. په ۱۹۰۳ کې د خپل میړه، پییر کوري سره یوځای، هغې د نوبل د فیزیک جایزه ترلاسه کړه. په ۱۹۱۱ کې هغې د دویم ځل له پاره د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. ۲۳ کاله وروسته په ۱۹۳۵ کې د هغې لور ایوا ریني، د خپل میړه فریدریک هیلیوت سره یوځای د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. دا یوازینۍ بیلګه ده چې مور او لور دواړو د نوبل جایزه ګټلې ده.

150. Geburtstag Marie Curie | Pierre und Marie Curie
ماري کوري لومړنۍ ښځه ده چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړهانځور: imago/Leemage

د دې کورنۍ تر څنګ دوه وروڼه جان او نیکو تینبرګن چې لومړي یې په طب کې (۱۹۶۹) او دویم یې په اقتصاد (۱۹۷۳) کې په برخه کې هم د نوبل جایزه ګټلې ده. تر اوسه یوازې ۴ کسانو دوه ځلې د نوبل جایزه ګټلې ده. د سره صلیب نړیوالې ادارې درې ځلې دا جایزه ترلاسه کړې ده.

تر دې دمه ۹۴۷ کسانو د نوبل جایزه ګټلې ده، چې ۵۹ یې ښځې وې. په دې موده کې د نوبل بنسټ ۲۸ سازمانونو ته د نوبل د سولې جایزه هم ورکړې ده. په ۴۹ قضیو کې، دا جایزه د مختلفو دلایلو له امله نه وه ورکړل شوې. په هغو کسانو کې چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړې، یوازې ۱۷ تورپوستي کسان دي، چې څلور یې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۲۰ یې تر اوسه جایزه نه ده ترلاسه کړې. په دغو هېوادونو کې امريکا ۲۸۳، بريتانيا ۱۰۹، جرمني ۹۷، فرانسې ۵۴ او روسيې ۳۹ جايزې ترلاسه کړې دي.

د دې جایزې تر ټولو ډیر عمر لرونکی ګټونکی جان ب. ګوډانوف ۹۷ کلن امریکایی کیمیا پوه و. ډوریس لیسینګ په ۸۸ کلنۍ کې د ادبیاتو د نوبل جایزه ترلاسه کړه. ملاله یوسفزۍ د دې جایزې تر ټولو کم عمره ګټونکې ده چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. تر هغې مخکې ویلیم لارنس برګ په ۲۵ کلنۍ کې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

تر اوسه ښځو د نوبل د سولې جایزه ۱۸ ځلې، ۱۶ ځلې د ادبیاتو، ۱۲ ځلې د طب، ۷ ځلې د کیمیا، ۴ ځلې د فزیک او ۲ ځلې د اقتصاد په برخه کې ترلاسه کړې ده.

هغه برخه چې ښځو پکې ډیرې د نوبل جایزې ګټلې دي سوله ده. لومړنۍ ښځه چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه بېرته فون ستونر په (۱۹۰۵) کال کې وه. دا ښځه چې د نوبل له دوستانو شمیرل کیده لومړی یې د هغه د مفکورې هرکلی وکړ او هغه یې په دې کار کې وهڅوه. فون سوتنر د جګړې ضد لیکواله وه چې په خپلو بشردوستانه فعالیتونو کې یې د وسلو د ویجاړولو شعار غوره کړ. د هغه ناول "ټوپک دې پر ځمکه کیږده " خورا مشهور دی.

۲۰۱۱کال کې، دریو ښځو دا جایزه ترلاسه کړه. ایلین جانسن سرلیف، د لایبریا ولسمشرې، لوما ګوبو، یوه لایبریا ښځه چې په افریقا کې د ښځو د حقونو دفاع کوي او د یمن ژورنالیستې توکل کرمان. په ۲۰۰۹ کال کې پنځو ښځو د نوبل جایزه تر لاسه کړه، چې دا په یوه کال کې د دې جایزې تر ټولو لوړه شمېره ده.

له بېرته فون ستونر وروسته، هیڅ یوې ښځې د ۲۶ کلونو په لړ کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه نه کړه تر هغه چې جین اډمز په ۱۹۳۱ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د سولې د لاسته راوړنو په پار وګټله .

هغې په ​​شیکاګو کې د بې وزلو لپاره د خوندي کور (هال هوس) بنسټ ایښودونکی او د فیمینیزم په غورځنګ کې یوه له فعالو میرمنو څخه وه، چې د "سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوالې اتحادیې" مشري یې هم کوله.

دا چې ولې په تېرو ۱۲۰ کلونو کې د نوبل د جایزې په ترلاسه کولو کې د نارینه وو په پرتله د ښځو ونډه کمه وه، د بې وزلۍ، د زده کړو د اسانتیاوو نشتوالی او د ښځو په اړه د دودیزو نظریو په ګډون ډېر شیان په ګوته کېدای شي. اغلې لارس هیکنسټن چې د نوبل د کمیټې یوه مسووله ده، د پوهنتونونو ښوونیز نظام ته هم اشاره کوي، چې په تیرو شاوخوا دیرشو او پنځوسو کلونو د پوهنتونونو د څیړنو ډګر تر ډیره نارینه وو؛ هغه څه چې په وروستیو کلونو کې بدلون موندلی دی.

د مثال په توګه، د ۱۹۰۱ او ۱۹۲۰ کلونو ترمنځ، د نوبل جایزې ګټونکو کې یوازې څلور ښځې وې، په داسې حال کې چې دا شمیره د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۹ ترمنځ ۲۴ ته رسیدلې دی.