1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان د سولې پروسه

د افغانستان د سولې پروسه پر هغو هلو ځلو اطلاق کوي چې په دغه هېواد کې د خبرو اترو او مذاکرې له لارې د جگړې د له منځه وړولو له پاره ترسره کيږي. د امريکا او طالبانو تړون او بين الافغاني مذاکرات د دې پروسې اصلي برخه جوړوي.

که څه هم چې د افغانستان د سولې پروسه د پخواني ولسمشر حامدي کرزي د حکومت په دوره کې هم څو کاله په غير منظم ډول روانه وه خو هغه وخت پر یوې جدي او واقعي موضوع بدله شوه چې امريکا متحده ایالاتو له طالبانو سره مذاکرات پېل کړل. امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فيبرورۍ پر ۹ نيټه يو تړون لاسليک کړ او د همدې کال په سپتمبر میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د سولې بين الافغاني مذاکرات پېل شول.