1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي د سولې پروسه کې یو نوی حرکت رامنځته کړي

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندی کړي. دا خبره د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته تر یوه درې ورځني سفر وروسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3qBeW
Zalmay Khalilzad
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د سولې مذاکراتو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له استازو، مدني ټولنو له استازو او سیاستوالو سره د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې ټینګار کړی دی چې امریکا د سولې بهیر د چټک پرمختګ له پاره غواړي د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو له پاره پر دیپلوماسۍ تکیه وکړي.

د امریکا ځانګړي استازي او ټیم یې په کابل کې د بحث کولو له پاره «مختلف انتخابونه» درلودل، څو د مذاکراتو په بهیر کې یو تحرک رامنځته کړي. د خلیلزاد په خبره په بیړه د دغې پروسې پرمخ بیولو ته د اړتیا په برخه کې ملاتړ موجود دی.

دا په امریکا کې د نوي ولسمشر جو بایدن واک ته تر رسیدو وروسته کابل ته د خلیلزاد لومړی سفر وو. سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې امریکا د افغانستان په اړه د یوه لوی نړیوال کنفرانس وړاندیز کړی دی، په کوم کې به چې ملګري ملتونه مهم رول ولري. سپينه ماڼۍ تر فشار لاندې ده چې باید ژر تر ژره اقدام وکړي.

امریکا متحده ایالاتو د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې له مخې يې باید امریکایي او نړیوال ځواکونه د می تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي. طالبانو بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو پيلولو ته اماده شول.

دغه خبرې اترې د تیرکال له سپټمبر میاشتې راهیسې پيل شوي دي، خو تر اوسه پورې پکې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

په دغه هیواد کې تاوتریخوالی دوام لري. طالبان له امریکا سره پر خپل شوې موافقې ټینګار لري. څارونکي ویره لري چې بې له یوې سیاسي حل لارې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل به دغه هیواد یوه نوي کورنۍ جګړې ته ور ټیل وهي.

(dpa)