1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

طالبان

طالبان د افغانستان يوه وسله واله ډله ده چې د ۲۰۰۱م کال راهيسې يې د افغان حکومت او د امريکا متحده ایالاتو په مشرتوب د نړيوال ائتلاف پر وړاندې جگړه وکړه. تر دې دمخه دغه ډلې پنځه کاله په افغانستان کې حکومت کړی وو.

د طالبانو ډلې د «طالبانو د اسلامي تحريک» تر نامه لاندې په ۱۹۹۴م کال کې په افغانستان کې د داخلي جگړو د اوج پر وخت په کندهار کې سر راپورته کړ. دې ډلې په ۱۹۹۶م کال کې کابل ونيو او «د افغانستان اسلامي امارت» حکومت یې اعلان کړ. يوازې دريو هېوادونو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی وو. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال سخت شرعي قوانين فافذ کړي ول چې په هغه کې ښوونځيو ته د نجونو پر تگ بندیز شامل وو او ښځو آن بې له محرمه له کوره د وتلو اجازه نه لرله. د طالبانو واکمني په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا د نظامي عملياتو په نتيجه کې پای ته ورسيدله. داسې انگيرل کيږي چې طالبان د پاکستان له ملاتړه برخمن دي.

نور مضمونونه را وښووی