1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران جګړه: د ایران ولسمشر له خپل اټومي حقونو دفاع وکړه

خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۹, شنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۳۰, یکشنبه

د ایران ولسمشر مسعود بزشکيان ویلي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هېڅ ډول توجیه نه لري چې ایران له خپلو اټومي حقونو بې برخې کړي.

https://p.dw.com/p/5CPet
د ايران ولسمشر مسعود پزکشيان
د ايران ولسمشر مسعود پزکشيان اټومي ټيکنالوژي د خپل هيواد حق ګڼيانځور: Anadolu Agency/IMAGO
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • د ایران ولسمشر له خپل اټومي حقونو دفاع وکړه
  • ایران: د امریکا غوښتنې خبرې ځنډوي
  • بریتانوۍ اداره وایي ایراني کښتۍ په هرمز تنګي کې پر ټانکر برید کړی
  • ايران: د هرمز تنګی د امریکا د بندیز له امله بیا وتړل شو
  • جنرال عاصم منير د ايران درې ورځنی سفر بشپړ کړ
د د ایران ولسمشر له خپل اټومي حقونو دفاع وکړه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳۰, یکشنبه

د ایران ولسمشر له خپل اټومي حقونو دفاع وکړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هېڅ ډول توجیه نه لري چې ایران له خپلو اټومي حقونو بې برخې کړي. پزشکيان دا څرګندونې په داسې حال کې کړی دي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي موضوعاتو پر سر اختلافات لا هم دوام لري.
د ایران خبري اژانس ايسنا د راپور له مخې، پزشکیان د یکشنبې په ورځ وويل: «ټرمپ وایي ایران نه شي کولی له خپلو اټومي حقونو ګټه واخلي، خو دا نه وایي چې د کوم جرم له امله. هغه څوک دی چې یو ملت له خپلو حقونو محروم کړي؟»
 

https://p.dw.com/p/5CRLo
د ایران: د امریکا غوښتنې خبرې ځنډوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۹, شنبه

ایران: د امریکا غوښتنې خبرې ځنډوي

احمد ولي اڅکزی | اسوشيېتد پرس

 د ایران یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې ایران لا هم چمتو نه دی چې له امریکايي چارواکو سره نوې مخامخ خبرې پیل کړي او دلیل یې د واشنګټن هغه «اعظمي غوښتنې» بللي چې په مهمو موضوعاتو کې ترې نه تېرېږي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعيد خطيبزاده د شنبې په ورځ د ترکیې په یوه ډیپلوماتیک فورم کې د اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې وویل چې ایران به خپل غني شوی یورانیم امریکا ته ونه سپاري، او د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ څرګندونې یې رد کړې.


هغه وویل: «زه تاسو ته ویلای شم چې هېڅ غني شوی مواد به امریکا ته ونه لېږدول شي.» هغه زیاته کړه: «دا موضوع هېڅ ډول د خبرو پیل نه شي کېدای او زه ډاډ درکوم چې که څه هم موږ چمتو یو خپلې اندېښنې حل کړو، خو داسې غوښتنې به ونه منو چې د منلو وړ نه وي.»


د جمعې په ورځ ټرمپ ویلي وو چې امریکا به ایران ته ننوځي او «ټول اټومي مواد به راوباسي»، هغه ۹۷۰ پونډه (۴۴۰ کیلوګرامه) غني شوي یورانیم ته اشاره کوله چې ویل کېږي د تېر کال د امریکايي بریدونو وروسته د اټومي تاسیساتو لاندې پاتې دي.


خطيبززاده وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ ډېر پیغامونه تبادله شوي، خو امریکا لا هم پر هغو غوښتنو ټینګه ولاړه ده چې ایران یې «زیاتې او غیرمنطقي» بولي. هغه وویل: «موږ لا تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسېدلي چې مستقیمو خبرو ته لاړ شو، ځکه داسې موضوعات شته چې امریکایانو لا هم خپل اعظمي دریځ نه دی پرېښی.» هغه زیاته کړه چې ایران غواړي لومړی یو «چوکاټي تړون» وروستی کړي او بیا مخامخ خبرو ته لاړ شي.


ایراني چارواکي د خبرو جزییات څرګند نه کړل، خو له امریکا یې وغوښتل چې د ایران اصلي اندېښنې حل کړي، په ځانګړي ډول هغه بندیزونه چې پر ایران لګول شوي دي. هغه وویل: «نور اړخونه هم باید زموږ اساسي اندېښنې درک او حل کړي، چې هغه د امریکا له خوا پر ایران لګېدلي غیرقانوني یو اړخیز بندیزونه دي او دا اقتصادي ترهګري ده چې د ایران خلک هدف ګرځوي.»
 

https://p.dw.com/p/5CQMT
د بریتانوۍ اداره وایي ایراني کښتۍ په هرمز تنګي کې پر ټانکر برید کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۹, شنبه

بریتانوۍ اداره وایي ایراني کښتۍ په هرمز تنګي کې پر ټانکر برید کړی

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس

 د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې ویلي چې ایراني توپ‌ لرونکو کښتیو د شنبې په ورځ په هرمز تنګي کې پر یوه ټانکر ډزې کړې دي. دې ادارې اعلان وکړ چې د ټانکر کپتان راپور ورکړی چې د ایران د انقلاب ساتونکو دوو کښتیو د عمان له شمال ختیځ شاوخوا ۳۷ کیلومتره واټن کې برید پرې کړی دی.
د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې وویل: «د ایران د انقلاب ساتونکو کښتیو پرته له کوم خبرداري پر ټانکر ډزې وکړې.»
 

https://p.dw.com/p/5CQ67
د ايران: د هرمز تنګی د امریکا د بندیز له امله بیا وتړل شو له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۹, شنبه

ايران: د هرمز تنګی د امریکا د بندیز له امله بیا وتړل شو

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس

د ایران د پوځ مشرتابه اعلان کړی چې د امریکا له خوا د ایراني بندرونو د بندیزونو له امله یې د هرمز تنګي کې د کښتيو تګ راتګ یو ځل بیا محدود کړی دی. پوځ د شنبې په ورځ وویل چې دا تنګی به «په سخت ډول تر کنټرول لاندې وي» تر هغه چې امریکا ایران ته د ازاد سمندري تګ راتګ اجازه ورنه کړي.

د ایران حکومت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اپريل ۱۷مه)، د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند له عملي کېدو وروسته، د هرمز تنګي د سوداګریزو کښتیو پر مخ د پرانیستلو اعلان کړی و. د امریکا ولسمشردونالد ترمپ د دې ګام هرکلی کړی و، خو هممهاله یې ویلي وو چې د ایران پر بندرونو به د امریکا بندیزونه تر هغې دوام ولري چې له تهران سره د جګړې د پای ته رسېدو پر سره یوه هوکړه رامنځته شوې نه وي.

وروسته ایران ګواښ وکړ چې دا مهمه اقتصادي او ستراتیژیکه سمندري لاره به بېرته وتړي. د ایران د پارلمان رئیس محد باقر قاليباف د شنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: «که امریکا خپل بندیزونو ته دوام ورکړي، نو د هرمز تنګی به پرانیستې پاتې نه شي.»

د فبرورۍ په پای کې د ایران جګړې له پیل راهیسې، د هرمز تنګي چې له لارې یې نږدې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تېل او مایع ګاز لېږدول کېږي، په عملي ډول د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو له خوا تر ډېره تړلې وه. دغه بندیز په نړیواله کچه د تېلو او مایع ګاز بیې لوړې کړې دي.
 

https://p.dw.com/p/5CQ2w
د عاصم منير د ايران درې ورځنی سفر بشپړ کړ له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۹, شنبه

عاصم منير د ايران درې ورځنی سفر بشپړ کړ

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
د پاکستان لوی درستيز د ايران د پارلمان د رئيس سره
د پاکستان لوی درستيز عاصم منير د ايران د پارلمان د مشر محمد باقر قاليباف سره هم وليدلانځور: Hamed Malekpour/Islamic Consultative Assembly News Agency/AP Photo/dpa/picture alliance

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير، چې د ایران جګړې په اړه د منځګړیتوب هڅې کوي، د پاکستاني چارواکو په وینا د ایران پلازمېنې تهران ته يې خپل سفر پای ته رسولی دی. پوځ د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې منیر د خپل سفر پر مهال له ګڼو لوړپوړو ایراني چارواکو سره لیدلي، چې دا د پاکستان «نه ماتېدونکې ژمنتیا» ښيي چې د خبرو له لارې حل ته لاره هواره کړي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د پوځ د مشر منیر په مشرۍ پاکستانی پلاوی تهران ته رسېدلی و، چې هلته یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هرکلی وکړ. د راپورونو له مخې، منیر د پنجشنبې په ورځ د ایران د پارلمان له رئیس محمد باقر قاليباف سره هم ولیدل.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه ترکيې ته خپل سفر پای ته رسولی دی. دا سفر د درېيو هيوادونو د ډيپلوماتيکو هڅه برخه وه چې هدف يې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو د جګړې پای ته رسول دي.

شفريف په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «زه له انټالیا څخه د خوږو یادونو او د خپلو دوو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د نوې ژمنتیا سره وځم، او همدارنګه د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ د پرمختګ لپاره زموږ نږدې همکارۍ ته دوام ورکوم.»

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې امریکا او ایران د دوو اوونیو پر اوربند موافقه کړې وه. ټاکل شوې ده چې په دې موده کې د پاکستان په منځګړیتوب د جګړې د دایمي پای ته رسېدو په اړه خبرې وشي. دغه جګړه د فبرورۍ په پای کې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له امله پیل شوې وه.

خو تېره اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لومړۍ پړاو بې پایلې پای ته ورسېد. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې ښايي ډېر ژر د خبرو دوهم پړاو هم ترسره شي.
 

https://p.dw.com/p/5CPiH
د نورو پستونو ښودل
Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.