ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته ډېره نژدې شوې ده
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱, شنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱, شنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره: په نطنز کې د وړانګو هېڅ ډول لیک نه دی شوی
-
ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته ډېره نژدې شوې ده
-
پوتین ایرانیانو ته د نوروز مبارکۍ ورکړې او ویلي چې مسکو به له تهران څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي
- ایران د «دیهگو گارسیا» پوځي اډې پر لور توغندي توغولي
- د ایران پوځ د خلیج پر جنجالي ټاپوګانو د حملو په تړاو اماراتو خبرداری ورکړ
کاتس: په دې اوونۍ کې به پر ایران د حملو شدت ډېر شي
د اسرائیل ټایمز د رپوټ پر اساس، کاتس له پوځي چارواکو سره په یوه ناسته کې وویل: «په دې اوونۍ کې به د ایران تروریستي رژيم پر ضد او پر هغو زېربناو ېې چې ورباندې متکي دی، د اسرائیل او امریکا حملې د پام وړ ډېرې شي.»
د اسرائیل دفاع وزیر زیاته کړه چې اسرائیل «په پام کې لري چې د ایران تروریستي رژیم پر ضد حملو ته ادامه ورکړي، قوماندانان له منځه یوسي او ستراتيژیکې وړتیاوې ېې شنډې کړي، تر هغې چې په سیمه کې د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو د منافعو پر وړاندې هر ډول امنيتي ګواښ رفع شي.»
اسرائیل له امریکا سره په ګډه د ایران پر ضد دغه جګړه د فبروري میاشتې په ۲۸مه پیل کړه چې د جګړې په لومړۍ ورځ ېې د ایران رهبر آیت الله علي خامنه ای په یوه هوايي حمله کې ووژاه.
کاتس په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د اسرائیل پوځ ځواکمن دی او د اسرائیل داخلي جبهه هم قوي ده او موږ به تر هغې چې ټولې جنګي موخې مو ترلاسه شوي نه وي، غلي پاته نه شو.»
د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره: په نطنز کې د وړانګو هېڅ ډول لیک نه دی شوی
دې ادارې وویل چې دا راپور تر څېړنې لاندې نیسي.
د IAEA په خبرپاڼه کې، چې په X کې خپره شوې، د دې ادارې مشر رافایل ګروسي غوښتنه بیا تکرار شوې چې ښکېلې خواوې دې له زغم کار واخلي تر څو د اټومي پېښې مخه ونیول شي.
له دې مخکې ایراني رسنیو ویلي وو چې امریکا او اسرائیلو د شنبې په ورځ د ایران په مرکزي سیمه کې د نطنز پر اټومي تاسیساتو برید کړی، چې د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کېږي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس، د هېواد د اټومي انرژۍ سازمان په حواله، راپور ورکړی و:
«د متحده ایالاتو او د غاصب صهیونیستي رژیم له جنایي بریدونو وروسته پر زموږ هېواد، د نطنز د غني کولو مرکز نن سهار په نښه شو.»
ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته ډېره نژدې شوې ده
ترمپ پر ټولنیزې رسنۍ یو خپور شوي پیغام کې ويلي چېامریکا متحده ایالات خپلو اهدافو ته د نژدې کېدو په حال کې ده. خو هغه تر څنګ ټینګار کړی چې نور هېوادونه باید د هرمز تنګي له لارې د انتقالاتو پر بهیر نظارت کې برخه واخلي.
دونالد ترمپ او د هغه ادارې په ټوله جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د اهدافو په هکله ضد او نقیض پيغامونه خپاره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه جګړه اوس خپلې څلورمې اوونۍ ته د داخلېدو په حال کې ده او د امریکا دودیز همکاران ېې اړ اېستلي چې ورسره مقابله وکړي.
ترمپ ویلي وو چې په څه کم ۲۴ ساعتونو کې به د ایرانی ګواښ په لمنځه وړو سره جګړه غلې شي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې د امریکا جنګي او الوتکې لرونکې کشتۍ د سیمې پر لور د داسې یو ماموریت له پاره روانې شوې، چې په سملاسي توګه ېې موخې روښانه نه دي.
ترمپ پر سوشل تروت ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «موږ خپلو اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو څرنګه چې موږ د ایران تروریستي رژیم ته په درناوي سره په منځني ختيځ کې د خپلو سترو پوځي هڅو پر راکمولو فکر کوو.»
ترمپ د هرمز تنګي په هکله ویلي: «د هرمز تنګي ساتنه او نظارت به څرنګه چې اړتیا ېې ده د هغو هېوادونو له خوا کیږي چې ورڅخه استفاده کوي، نه امریکا متحده ایالات. خو که غوښتنه وشي، موږ به له هغو هېوادونو سره چې د هرمز تنګي له پاره هڅې کوي مرسته وکړو، خو که د ایران ګواښ له منځه لاړ بیا نو د دغه کار اړتیا نشته.»
رويټرز خبري آژانس د منځني ختيځ اوسني کړکيچ په هکله یو تفصیلي رپوټ کې ویلي چې په ایران کې د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې امریکا او اسرائیل پرې جګړه پیل کړه، تر اوسه څه باندې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه رپوټ په سر کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې په امریکایانو کې د دغې جګړې د اوږدېدو په هکله مخ په ډېرېدونکي توګه د اندېښنو نښې نښانې لیدل کیږي.
ایران ته د پوتين د نورزۍ پیغام؛ مسکو به له تهران څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کريملین، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د نوروز د مبارکۍ پیغامونه ایراني رهبرانو: د اسلامي جمهوري رهبر آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای او ولسمشر مسعود پزشکیان ته استول شوي دي.»
نن د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۱مه، د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز ده. د نوروز دودیز جشن په ایران افغانستان او یو شمېر نور هېوادونو کې لمانځل کیږي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، د کریلمین په اعلامیه کې زیاته شوې: «ولادیمیر پوتین پر اوسنيو سختو آزموینو باندې د غلبې له پاره د ایران خلکو ته د قوت هیله مندي کوي او ټینګار کوي چې مسکو به په دغه سخت وخت کې تهران سره د یو وفادار او د اعتماد وړ شریک په توګه پاته وي.»
روسیه د ایران اوږدمهاله متحد دی او د ایران پر ضد د امریکا-اسرائیل حملې ېې غندلي، کومې چې د فبروري په ۲۸مه پیل شوې چې له کبله ېې د جګړې لمن اوس سیمې ته هم پراخه شوې ده.
مسکو د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په یوه حمله کې د ایران د ملي امنیت شورا د مشر، علي لایرجاني، وژل کېدل هم غندلي و.
د روانې جګړې په ترڅ کې روسیې تر اوسه ایران ته له بشري مرستو پرته د نورو مرستو رسمي وړاندیز نه دی کړی. خو امریکايي رسنیو داسې رپوټونه ورکړي چې روسیه په دغه جګړه کې ایران ته پوځي او استخباراتي معلومات ورکوي چې بیا له هغو څخه په منځني ختیځ کې خپلو ډرون او توغندیز بریدونو کې استفاده کوي.
کریلمین د روانې میاشتې په سر کې د غرب دغه ادعاوې چې ګواکې مسکو ایران ته استخباراتي معلومات ورکوي، رد کړې وې.
د ایران پوځ د خلیج پر جنجالي ټاپوګانو د حملو په تړاو اماراتو خبرداری ورکړ
د ایران تسنیم خبري آژانس د رپوټ په حواله، متحده عربي اماراتو ته دغه خبرداری د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۱ ) د ایران پوځ عملیاتي قوماندانۍ (خاتم الانبیا) ورکړی دی. دغې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې داسې ویلي دي: «موږ متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکوو که ېې د ایران پر خلیجي ټاپوګانو ابوموسی او تنب بیا هر ډول تهاجمي برید وکړ په هغه صورت کې به د متحده عربي اماراتو راس الخیمه د ایران د ځواکمن پوځ د درونو حملو هدف وي.
نور ولولئ: د ایران جګړه: اسرائیل په تهران کې زېربناوې ویشتلي
د ابو موسی او لوی تنب (تنب بزرګ) ټاپوګان د ایران له خوا کنټرولیږي، خو د مالکیت دعوا ېې متحده عربي امارات کوي چې پر سر ېې له اوږدې مودې راهیسې د دواړه هېوادونو تر منځ اختلاف موجود دی.یاد ټاپوګان په فارس خلیج کې د هرمز مهم تنګي په مخه کې پراته دي، هغه تنګی چې په نورماله توګه د نړۍ يو پر پنځمه برخه تیل پرې تېریږي.
خو د ایران جګړې له پیل راهیسې په دغه سیمه کې د کشتیو ترافیک مختل شوی او ورسره په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوي دي. روانه جګړه د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا-اسرائیل له حملو سره پیل شوه چې اوس ېې لمن په ټول منځني ختیځ کې خپره شوې ده.
نور ولولئ: د منځني ختیځ کړکېچ؛ پاپ لیو د جګړې د پای او اوربند غوښتونکی شو
ایران پر خلیجي هېوادونو تور لګوي چې امریکايي قواو ته ېې د دې اجازه ورکړې چې له خاورې ېې د ایران پر ضد حملې وکړي. ایران د روانې جګړې په جریان خليجې هېوادونه چې د امریکا منافع ېې ګڼي، د ډرونونو او توغنديو بریدونه کړي.
ایران د «دیهگو گارسیا» پوځي اډې پر لور توغندي توغولي
ایراند هند اوقیانوس په دیهگو گارسیا ټاپو کې د امریکا متحده ایالتونو او بریتانیا د یوې ګډې پوځي اډې پر لور دوه بالستیک توغندي توغولي دي.
«وال ستريټ ژورنال» او «سی ان ان» شبکې د امریکا د لوړپوړو چارواکو له قوله ويلي دي، چې دغه توغندي پر هدف نه دي لګېدلي.
رپوټونه زیاتوي چې یو توغندی د «خارجي دخالت» په نتیجه کې او بل ېې په امریکايي کښتیو کې د موجوده رهبري شوي توغندي پر مټ راوغورځول شو.
زیاته شوې چې ایران دغه توغندي د جمعې ورځې په سهار د مارچ ۲۰مه توغولي ول او په خپله د امریکا او بریتانیا حکومتونو تر اوسه دغه خبر په رسمي توګه تائید کړی نه دی. د سي ان ان شبکې د رپوټ مطابق د دیهگو گارسیا پوځي اډه د ایران پر ضد د امریکا په پوځي عملیاتونو او بمباریو کې مهم رول لري. دغه اډه د ایران له خاورې په شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومترۍ کې واقع ده.
د ایران دغه توغنديز بریدونه وروسته له هغې وشول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د بریتانیا «پر ناوخته تصمیم» نیوکه وکړه چې اجازه ېې ورکړه په سیمه کې ېې له پوځي اډو څخه د ایران پر ضد جګړې کې استفاده وشي.
د ایران دغه اقدام د ترینګلتيا د ډېرېدو او همدارنګه د واټن له مخې د تهران تسلیحاتي وړتیا ښيي چې کولی شي له منځني ختيځ ورهاخوا هم په نخښه کړي او دا کېدای شي په سیمه کې د امریکا او د هغه د متحدینونو ځواکونو ته یو ښکاره پیغام له ځانه سره ولري.