ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته ډېره نژدې شوې ده
۱۴۰۵ فروردین ۱, شنبه
ترمپ پر ټولنیزې رسنۍ یو خپور شوي پیغام کې ويلي چېامریکا متحده ایالات خپلو اهدافو ته د نژدې کېدو په حال کې ده. خو هغه تر څنګ ټینګار کړی چې نور هېوادونه باید د هرمز تنګي له لارې د انتقالاتو پر بهیر نظارت کې برخه واخلي.
دونالد ترمپ او د هغه ادارې په ټوله جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د اهدافو په هکله ضد او نقیض پيغامونه خپاره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه جګړه اوس خپلې څلورمې اوونۍ ته د داخلېدو په حال کې ده او د امریکا دودیز همکاران ېې اړ اېستلي چې ورسره مقابله وکړي.
ترمپ ویلي وو چې په څه کم ۲۴ ساعتونو کې به د ایرانی ګواښ په لمنځه وړو سره جګړه غلې شي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې د امریکا جنګي او الوتکې لرونکې کشتۍ د سیمې پر لور د داسې یو ماموریت له پاره روانې شوې، چې په سملاسي توګه ېې موخې روښانه نه دي.
ترمپ پر سوشل تروت ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «موږ خپلو اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو څرنګه چې موږ د ایران تروریستي رژیم ته په درناوي سره په منځني ختيځ کې د خپلو سترو پوځي هڅو پر راکمولو فکر کوو.»
ترمپ د هرمز تنګي په هکله ویلي: «د هرمز تنګي ساتنه او نظارت به څرنګه چې اړتیا ېې ده د هغو هېوادونو له خوا کیږي چې ورڅخه استفاده کوي، نه امریکا متحده ایالات. خو که غوښتنه وشي، موږ به له هغو هېوادونو سره چې د هرمز تنګي له پاره هڅې کوي مرسته وکړو، خو که د ایران ګواښ له منځه لاړ بیا نو د دغه کار اړتیا نشته.»
رويټرز خبري آژانس د منځني ختيځ اوسني کړکيچ په هکله یو تفصیلي رپوټ کې ویلي چې په ایران کې د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې امریکا او اسرائیل پرې جګړه پیل کړه، تر اوسه څه باندې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه رپوټ په سر کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې په امریکایانو کې د دغې جګړې د اوږدېدو په هکله مخ په ډېرېدونکي توګه د اندېښنو نښې نښانې لیدل کیږي.