ترمپ: امريکايي بيړۍ ایران ته د نږدې کيدو په حال کې دي
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه
د بشري حقونو فعالانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ ۲۳) ويلي دي چې په ایران کې د ټول هېواد په کچه په خونړيو مظاهرو کې تر اوسه ۵۰۰۲ کسان وژل شوي دی او د نورو کسانو د وژل کيدو اندیښنه موجوده ده.
اړونده موضوع: د ایران اعتراضونه؛ فعالان وايي د وژل سوو شمېر څه د پاسه ۵۴۰ ته ورسید
له ایران څخه د معلوماتو ترلاسه کول اوس هم ستونزمن دي ځکه چارواکو د جنورۍ میاشتې له ۸مې نيټې راهېسې انترنت ته لاس رسی قطع کړی دی. او د هېواد په تاريخ د انترنت دا په اصطلاح ستر بلېک آوټ يا پرې کيدل له دوو اونیو څخه هم له ډېرې مودې راهېسې دوام لري.
په امريکا کې مستقر د بشري حقونود فعالانو خبري آژانس د وژل شويو کسانو د شمیر په وړاندې کولو سره وویل چې ۴۷۱۶ مظاهره کوونکي، ۲۰۳ حکومت پلوي، ۴۳ ماشومان او ۴۰ داسې ښاريان وژل شوي چې په مظاهرو کې یې ګډون نه درلود.
د مړو د کره شمیر اټکل ستونزمن دی
د ایران حکومت د چهارشنبې په ورځ د وژل شويو د لومړنيو شمیرو په جاري کولو سره وويل چې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي. ویل شوي چې د دسمبر له ۲۸مې نیټې څخه په پیل شويو مظاهرو کې له وژل شويو څخه یې ۲۴۲۷ د ښار اوسيدونکي او د امنيتي ځواک غړي ول، په داسې حال کې چې نور «ترهګر» ول. د ایران حکومت په ماضي کې هم په ناامنيو کې د وژل شويو شمیر ټيټ ښيي او یې په اړه هیڅ رپوټ نه ورکوي.
اړونده موضوع: ایران: له ۶۰ ساعتونو ډیر وخت راهیسې انټرنټ بند دی
اسوشید پریس په خپلواکه توګه د مړو شمیر نه شي تائيدولی چې یو علت د چارواکو له لوري د انترنت قطع کول او د نړيوالو تليفوني اړيکو بندول دي.
په ایران کې پر خبريالانو د سيمې په اړه پر رپوټ ورکولو بندیز دی، په داسې حال کې چې په دولتي تلویزيون کې مظاهره کوونکي «بلواګر» بلل کيږي او ادعا کيږي چې د امريکا او اسرائيل په پارونه مظاهرو ته راوتلي دي. خو په دې اړه هیڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي.
د امريکا او ايران ترمنځ د ترنګلتيا ډېرېدل
په دې منځ کې د ایران او امريکا ترمنځ ترنګلتيا مخ پر ډېرېدو ده ځکه یوه د الوتکې ليږدونکې سمندري بيړيو ډله منځني ختيځ ته د نږدې کيدو په حال کې ده. د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له خبريالانو سره د خبرو اترو پر وخت دا د بیړيو مجموعه وبلله.
امريکايي پوځ د منځني ختیځ پر لور نور پوځي وسايل ليږدولي دي چې الوتکې وړونکې سمندري بیړۍ يو اس اس ابراهيم لنکن او د دې مل جنګي الوتکې پکې شامل دي چې د چين جنوبي سمندرګي څخه یې حرکت کړی دی.
ترمپ د پنجشنبې په ورځ په ایرفورس ون الوتکه کې وويل چې دا امريکايي بيړۍ «يوازې احتياطاً» د ایران پر لور وړل کيږي که چېرې کومو عملياتو ته اړتيا وي چې چمتو وي.
اړونده موضوع: ترمپ: که ايران لاريون کوونکي ووژني، امريکا به اقدام وکړي
ترمپ وويل: «زموږ يوه ستره بيړۍ هغه لوري ته روانه ده او ښايي د کارولو اړتيا یې پيدا نه شي.»
ترمپ، د ایران د اتومي انرژۍ د پروګرام په اړه د امريکايي او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاونو یادونه هم وکړه چې په جون میاشت کې پر ایران باندې د اسرائيل تر ۱۲ ورځنيو بریدونو له پيليدو تر مخه شوې وې. د دغه جګړې پر وخت امريکا هم د ایران اتومي تاسيسات په نخښه کړي ول.
ترمپ، ایران ته د داسې پوځي عملياتو ګواښ هم وکړ چې د يورانيمو د غني کولو پر مرکزونو باندې د امريکا د مخکنيو بريدونو څخه به شديد وي.