1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: که ايران لاريون کوونکي ووژني، امريکا به اقدام وکړي

نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ دی ۱۲, جمعه

دونالد ترمپ خبرداری ورکړی دی چې که ايران پر سوله ايزو لاريون کوونکو ډزې وکړي، امريکا به د مرستې له پاره مداخله وکړي. په ايران کې د ژوندانه د لګښتونو د زياتوالي په اړه اعتراضونه په تاوتريخوالي بدل سوي دي.

https://p.dw.com/p/56FHI
په انځور کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي او د امریکا متحده ایالاتتو ولسمشر دونالد ترامپ لیدل کیږي.
د ايران په څو ښارونو کي د پجشنبې په ورځ د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي وسې، چي د راپورونو له مخي شپږ کسان پکښې وژل سوي دي.انځور: Iranian Supreme Leader'S Office/ZUMAPRESS/dpa/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ايران لاريون کوونکي په نښه کړي، امريکا به يې ځواب ويلو ته «اماده او وسله واله» وي. دغه څرګندوني له هغه وروسته کيږي چي په ايران کي د ژوند د لګښتونو د زياتېدو په اړه اعتراضونه په تاوتريخوالي واوښتل.

د ايران په څو ښارونو کي د پجشنبې په ورځ د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي وسې، چي د راپورونو له مخي شپږ کسان پکښې وژل سوي دي.

سوداګرو او دوکاندارانو د ورځ تر بلي لوړېدونکو بيو او اقتصادي رکود په اعتراض کي د يکشنبې په ورځ د ايران په پلازمېنه تهران کي اعتصاب وکړ، چي دغه حرکت بيا وروسته د دغه هيواد نورو برخو ته خپور سو.

په انځور کې څو تنه قهرجن لاریونوال لیدل کیږي چې پر یوې ودانې ور داخلیږي.
د ايران په څو ښارونو کي د پجشنبې په ورځ د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي وسې، چي د راپورونو له مخي شپږ کسان پکښې وژل سوي دي.انځور: AFP

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، په ايران کي د اعتراضونو په اړه په ټولنيزه شبکه »تروث سوشال« کي ليکلي: »که ايران پر سوله ايزو لاريون کوونکو ډزي وکړي او هغوی په تاوتريخوالي سره ووژني- کوم چي د دوی معمول عمل دی، امريکا به يې مرستي ته ور ودانګي.« هغه زياته کړه: »موږ تيار په وسلو سمبال يوو او اقدام ته بشپړ چمتووالی لرو.«

د ايران د پارلمان پخواني مشر او د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني په ايکس شبکه کي ادعا کړې ده چي اسرائيل او امريکا متحده ايالات لاريونونه راپاروي. هغه د دغي ادعا د اثبات له پاره هيڅ شواهد وړاندي نه کړل. ايراني چارواکو په وروستيو کلونو کي په ټول هيواد کي د لاريونونو په جريان کي په مکرر ډول دغه شان ادعا کړې ده.

هغه ليکلي دي: «موږ د لاريون کوونکو سوداګرو دريځونه د ويجاړونکو عواملو څخه جلا ګڼو او ترمپ بايد پوه سي چي په دې داخلي مسله کي د امريکا لاسوهنه د ټولي سيمي د سقوط او امریکا د ګټو د ويجاړولو سره مساوي ده.»

فارس خبري آژانس د پ ورکړ چي د چهارمحل او بختياري ولايت په لردګان ښار کي د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ په نښتو کي دوه کسان وژل سوي او درې نورو کسانو بيا د ګاونډي ولايت لرستان په ازنا ښار کي ژوند بايللی دی.

د ايران دولتي تلويزيون مخکي راپور ورکړی وو، چي د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو يو غړی په کوهدشت ښار کي د شپې د اعتراضونو په ترڅ کي وژل سوی دی.

ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟