د ايران قضايه قوه: ژر به د لاريون کوونکو محاکمه پيل سي
۱۴۰۴ دی ۲۴, چهارشنبه
د ايران د قضايه قوې مشر غلام حسين محسني اژه ای، د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خبرداري سره سره به په لاريونونو کي د نيول سوو کسانو چټکي محاکمې او اعدامونه ترسره سي.
د محسني اژه ای، څرګندوني په داسي حال کي کيږي چي فعالانو لا دمخه خبرداری ورکړی وو چي کيدای سي د نيول سوو کسانو اعدامونه ژر پيل سي. په امريکا متحده ايالاتو کي مېشت د بشري حقونو فعالانو خبري آژانس د راپور له مخي، پر لاريونونو باندي د ايران د امنيتي ځواکونو د خونړيو عملياتو په ترڅ کي ۲۵۷۱ کسان وژل سوي دي.
دغه شمېر تلفات په ايران کي په تيرو څو لسيزو کي په بل هر ډول لاريونونو او ناکراريو کي تر مړو سوو کسانو زياته ده او په دغه هيواد کي د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب پرمهال ګډوډۍ يادوي.
ترمپ په وار وار خبرداری ورکړی دی چي امريکا متحده ايالات ممکن پر سوله ايزو لاريون کوونکو د بريد او وژني په غبرګون کي پوځي اقدام وکړي. امريکا د تيرکال په جون مياشت کي د ايران او اسرائيل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کي د ايران اټومي سايټونه بمبار کړل.
د ايران د قضايه قوې مشر محسني اژه ای، يادي څرګندوني په يوه ويډيو کي کړي چي د ايران دولتي تلويزيون انلاين خپره کړې ده. هغه وويل: «که موږ غواړو يو کار وکړو، نو بايد همدا اوس يې وکړو. که موږ غواړو يو څه وکړو، نو بايد ژر يې وکړو.» هغه زياته کړه: «که ناوخته سي، دوې مياشتي، درې مياشتي وروسته بيا دغه اغېز نه لري. که موږ غواړو يو څه وکړو، نو بايد ژر يې وکړو.»
د محسني څرګندوني د ترمپ له پاره يوه مستقيمه ننګونه ده. ترمپ د سې شنبې په ورځ له CBS تلويزيون سره د مرکه کي وويل: «موږ به ډېر سخت اقدام وکړو. که دوی داسي کار وکړي، موږ به ډېر سخت اقدام وکړو.»د لاريونونو له پيله سره سم د ترمپ خبرداری
په ايران کي د سټارلينک وړيا فعاليت؟
په عين حال کي فعالانو د چهارشنبې په ورځ وويل چي سټارلينک په ايران کي وړيا خدمات وړاندي کوي. د سپوږمکۍ انترنيت دغه خدماتو په ايران کي د حکومت له خوا د لاريونونو له پيل راهيسي د قطعه سوي انترنيت پرځای مهم نقش لرلی دی. ايران د سې شنبې په ورځ خلکو ته اجازه ورکړه چي له خپل موبايل تليفون سره له بهر سره اړيکي ولري، خو له هيواد څخه بهر خلکو له پاره ايران ته زنګونه بند پاته دي.
په لاس انجلس کي مېشت فعال مهدی يحيی نژاد، چي ايران ته د سټارلينک واحدونو په استولو کي مرسته کړې ده وويل: «موږ تائيدولای سو چي په ايران کي د سټارلينک ترمينلونو له پاره وړيا ګډون په بشپړ ډول فعال دی.» هغه زياته کړه: «موږ په ايران کي د نوي فعال سوي سټارلينک ترمينل په کارولو سره وازمويه.» پخپله سټارلينک دا تر اوسه پوري نه ده منلې.
داسي ښکاري چي امنيتي چارواکي دي په کورونو کي د سټارلينک کاسو د موندلو په لټه کي وي، ځکه چي د تهران په شمال کي خلکو خبر ورکړی دی چي امنيتي کسانو پر هغو کورنو چاپې وهلي دي چي ډيش انتنونه يې لرل. په داسي حال کي چي په ايران کي ډيش انتن غيرقانوني دی، خو ډېرو خلک يې په کورونو کي لري او چارواکو په وروستيو کلونو کي د قانون له پلي کولو څخه لاس اخيستی دی.