1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران د بشري حقونو سازمان: په اعتراضونو کې ۱۹۲ کسان وژل شو

۱۴۰۴ دی ۲۱, یکشنبه

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خپلو مستقیمو سرچېنو او یا لږ تر لږه د دوو نورو خپلواکو سرچېنو له لارې یې په ایران کې د روانو اعتراضونو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹۲ تنه تایید کړی دی.

https://p.dw.com/p/56eDM
په بریتانیا کې یو شمیر اعتراض کوونکي لیدل کیږي چې د ایران د شاهي دورې جنډې یې پورته کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویره څرګنده کړې چې ښايي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ وي. انځور: Amanda Rose/Avalon/IMAGO

د ایران د بشری حقونو د سازمان په خبره چې له وژل شویو کسانو څخه ۹ تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري ‌مقدم ویلي دي: «په تېرو درېیو ورځو کې د انټرنېټ له سراسري پرې کېدو وروسته، د معترضانو د وژل کېدو شمېر ښايي تر هغه هم لوړ وي چې موږ یې نن تصور کوو.»

د نوموړي په خبره چې د ایران اسلامي جمهوریت «د ایران د خلکو پر ضد یو ستر نړیوال جنایت ترسره کوي. نړیواله ټولنه مکلفه ده چې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره د دې جنایت د درولو لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.»

امیري ‌مقدم همدا راز خبرداری ورکړی چې: «د اسلامي جمهوریت د چارواکو هغه ګواښونه چې غواړي لاریون کوونکو ته د محاربې په څېر تورونو سره د اعدام حکمونه صادر کړي، باید ډېر جدي ونیول شي.»

د وکیلانو خبرداری: د اعتراضونو د ځپلو او له محاکمې پرته د اعدام خطر

په داسې حال کې چې په ایران کې د اعتراض کوونکو د وژلو، د نیول شویو کسانو د شمېر د زیاتېدو او د ایران د حکومت د سختو ځپونکو اقداماتو راپورونه خپرېږي، د «یو کلمه» په نوم د وکیلانو شبکې په یوه اعلامیه کې د دې خطر په اړه خبرداری ورکړی چې ښايي د معترضانو پر وړاندې د صحرایي محاکمو او له قانوني بهیر پرته د اعدامونو سناریو بیا تکرار شي.

دې وکیلانو د ایران د مذهبي مشر علي خامنه اي د سختو مجازاتو په اړه څرګندونو او همدارنګه د اسلامي جمهوریت د نورو چارواکو، په ځانګړي ډول د قضایي قوې د مشر وروستیو خبرو ته په اشارې د «نمایشي، نا شفاف او د عادلانه محاکمې له لومړنیو اصولو سرغړونکو محکمو» د جوړېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ایران کې د اعتراضونو جریان لیدل کیږي چې ګڼ شمیر کسان پکې شعارونه ورکوي.
په عین وخت کې په ایران کې پر انترنت باندې بندیز لا هم ادامه لري او ښايي د معلوماتو په تازه کیدو د تلفاتو شمیر هم لوړ شي. انځور: UGC/AP Photo/dpa/picture alliance

دوی خبرداری ورکړی چې دا ډول بهیرونه د ۱۳۹۸ کال د اعتراضونو او د ۱۴۰۱ کال د «ښځه، ژوند، ازادي» اعتراضونو پر مهال د پراخو اعدامونو لامل شول.

د «یو کلمه» د وکیلانو شبکې ویلي چې چوپتیا او ځنډ د لا ډېرو وګړو د ژوند په بیه تمامېږي او له حکومتونو او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د ټولو ډیپلوماتیکو او حقوقي وسیلو له جدي او ژر کارولو سره، لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه، د سفارتونو له لارې فشار او د اسلامي جمهوریت د استازو احضار یا شړل د بې ‌اعتباره محکمو او د مرګ د حکمونو د صادرېدو مخه ونیسي.

د انټرنېټ پرېکول؛ «سپین جنایت»

په همدې حال کې د «دادبان» حقوقي مشورتي او روزنیز مرکز د ایران د یوه وکیل یادښت خپور کړی چې پکې د حکومت له ‌خوا د انټرنېټ پرېکول «سپین جنایت» بلل شوی دی.

دغه وکیل، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی افشا شوی، لیکلي: «په داسې شرایطو کې د خلکو د اړیکو پرېکول له یو بل او له نړۍ سره یوازې تخنیکي یا لنډمهاله اقدام نه دی، بلکې د معلوماتو د بهیر د مهار او د هغه څه د پټولو لپاره یوه قصدي پرېکړه ده چې په کوڅو کې روان دي؛ هغه حقیقتونه چې خپرېدل یې د ځپلو او اوسني بحران ریښتینی انځور روښانه کولی شي او د واکمنۍ پاتې مشروعیت نور هم تر پوښتنې لاندې راولي.»

هغه خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ له نشتون سره د ایران د امنیتي چارواکو له لوري ډېرې نیول کېدنې، تاوتریخوالی او ځپونکي اقدامات بې‌غږه او بې‌اسناده پاتې کېږي.

عليخامنه ‌يي د سراسري اعتراضونو له پیل وروسته په خپله لومړۍ وینا کې دغه اعتراضونه «اغتشاش» یا بلوا بللي او ګواښ یې کړی و چې « بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.»

 

افغانان ولې له ایرانه وتلو ته زړه ښه کوي؟

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1