1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ترکيه کي د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي»

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

امریکايي رسمي سرچینو منلې ده چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د راتلونکې په اړه د دغه هيواد له حکومت او سیاستوالو سره سلا مشورې کړي.

https://p.dw.com/p/3qDfV
Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل درې ورځنۍ سفر پای ته رسولی.

سره له دې چې افغان چارواکو او په خپله خلیلزاد ددې لیدنو نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو رپوټونه وايي چې دا کتنې تر ډېره د افغانستان د راتلونکې حکومت پر څرنګوالې ور ټولې وې.

د راتلونکې انتقالي حکومت طرحه

د سرچینو په حواله په دغو کتنو کې خلیلزاد افغان چارواکو او سیاستوالو ته د راتلونکي «انتقالي حکومت» طرحه سپارلې ده.

په دې لس مخیزه طرحه کې چې په انګلیسي ژبه ترتیب شوې، د "افغانستان د سولې انتقالي حکومت" تر نامه لاندي د څو "غوراویو" وړاندوېنه شوې.

د اسلامي فقهي شورا جوړېدل، د اساسي قانون د تعدېل کمېسیون رامنځته کول، په ملي شورا کې د طالبانو د ځینو غړو ورشرېکول، د ولسمشر ترڅنګ لومړی وزیر د دې نوې طرحې نور جزیات ګڼل شوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مرستیال حاجي دین محمد چې له خلیلزاد سره یې کتلي دي له دویچه ویله سره په خبرو کې ددې طرحې په تړاؤ ناخبري وښوده، خو په ترکیه کې يې د یوې غونډې جوړېدو خبره وکړه: «په خپله خلیلزاد دا خبره وکړه چې د بایدن ادارې تراوسه خپله ارزونه نه ده بشپړه کړې، خو د سولې پروسې ملاتړ کوي او ددې ملاتړ په سلسله دا ځل به په ترکیه کې د مشرانو یو مجلس جوړیږي او غټې فیصلې به هلته وشي.»

Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د ملي روغې جوړې شورا دغه جګپوړي چارواکي ددغو سترو پریکړو په اړه نور څه ونه ویل، خو د خلیلزاد له قوله یې زیاته کړه چې په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو سره همهاله به دا غونډه هم راوبلل شي.

دین محمد زیاته کړه چې په دې غونډه کې د طالبانو مشران هم ګډون کوي او کوربتوب به یې د ملګري ملتونو پرغاړه وي. 

د حکومت او طالبانو غبرګون به څه وي؟

سره له دې چې افغان حکومت په رسمي توګه نه ده منلې چې ګواکې خلیلزاد "د سولې انتقالي حکومت" طرحه ورسپارلې ده، خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د افغان دولت په نه شتون کې او د ملي ګټو ضد هیڅ ډول طرحه به ونه مني.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو ۲۶ تلین ته په وینا کي وويل: «هر ډول طرحه باید د سیاسي نظام  او اساسي قانون په خوندېتوب سره مطرح شي، نه د نظام د پاشلو او د اساسي قانون په لغوه کېدو.»

Afghanistan l Zweiter Vizepräsident Sarwar Danish
انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture-alliance

دانش یو وار بیا ټینګار وکړ چې افغان حکومت موقت حکومت شاته تګ بولي.

هاخوا طالبانو ته نږدې کسان، له یوې خوا په رسنیو کې لاس پر لاس کېدونکې طرحې ډېرې کره نه بولي او ترڅنګ یې زیاتوي چې که دا طرحه کره هم وي طالبان به یې ونه مني.

د افغانستان د سولې انستیتیوت مشر خلیل صافي دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو دریځ دادی چې لومړی باید په بین الافغاني مذاکراتو کې په راتلونکي سیاسي نظام، د نظام په نوعیت، اساسي قانون په تدوین او عمومي اوربند توافق وشي او له هغه وروسته که اړینه وه د ممکنه توافقنامې د تطبیق له پاره موقت یا انتقالي اداره تر بحث لاندې نېول کیدای شي.»

په ترکیه کې د بن کنفرانس ته ورته د یوې لويي ناستې راغوښتل کېدو دا ګنګوسې ډېرې کړي چې د قطر بین الافغاني خبرې ناکامه دي او ښايي ځای یې د ترکیې راتلونکې ناسته ونیسي.

ددې غونډې د جوړېدو د کره نیټې او ګډونوالو په اړه نور جزیات نه دي رسنیز شوي.

اسماعیل شاکر – کابل