1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د افغان پوځ د تجهيز دپاره پيسې نه لري

۱۳۸۹ آذر ۴, پنجشنبه

ناټو اوس ددې دپاره چي افغان پوځ ته روسۍ څرخي الوتکي په اختيار کي ورکړي پيسې نه لري.

https://p.dw.com/p/QHxZ
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرگي لاوروف سره په يوه خبري غونډه کي
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرگي لاوروف سره په يوه خبري غونډه کيانځور: picture alliance/dpa

د ناټو ځواکونو وياند روبرت پشيل په مسکو کي خبريالانو ته وويل چي موږ په ليزبن کي د ناټو روسيې په غونډه کي پر دې باندي خبري وکړې چي د افغان امنيتي ځواک په اختيارکي به روسۍ څرخي الوتکي ورکړو.

خو هغه اوس وای چي ناټو نسي کولای ددې دپاره پيسې پيدا کړي.

هغه وايي خبره يوازي په څرخي الوتکو کي نه ده، بلکي موږ بايد د هغه د اضافي پرزو او ترميم د پاره پيسې پيدا کړو.

« که په لنډه توګه ووايو ددې دپاره زموږ په بودجه کي پيسې نسته او نه دا يوه خوا پر غاړه اخستلای سي، ددې دپاره بايد د پيسو وروکولو دوې سرچينې وي.»

د ناټو د وياند ددې څرګندونو د مخه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاورف په مسکو کي ويلي ول چي، د افغان امنيتي ځواک لپاره د روسۍ الوتکو د رانيولو په لاره کي ناټو ستونزي لري.

هغه وويل« د ناټو اړخ ته کوم مشکيلات پيدا سوي دي اوس موږ په دې لګيا يو چي نوري لاري چاري ولټو تر څو دغه کار تر سره سي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل موږ بايد افغان امنيتي ځواک پياوړی کړو:

« زه اميدواره يم چي د حل يوه لاره به پيدا سي تر څو د افغان امنيتي ځواک په اختيار کي روسۍ څرخي الوتکي ورکړو.»

څه موده د مخه ناټو ځواکونو ويلي ول چي د امريکا د متحده ايالاتو سره په خبرو کي دي تر څو داسي يو لاره پيدا کړی چي د افغان امنیتي ځواک د پاره د روسيې څخه څرخي الوتکي خريداري کړي.

بله خوا د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت چارواکو ويلي ول چي په هغه هيواد کي د هغو شرکتونو تر فشار لاندي دي چي څرخي الوتکي توليدوي.

ځکه د هغوی په خبره که د امريکا په پيسو رانيول کیږي نو لومړی بايد ددې څخه خريداري سي.

انترفکس/ جيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم