ناټو يا شمالي اتلانتيک ائتلاف يو پوځي ائتلاف دی. د دې غړي چې اکثر اروپايي هېوادونه، امريکا متحده ايالات، کاناډا او ترکيه دي، د يوه خارجي بريد سره د مخامخ کيدو په صورت کې دوه اړخیزې دفاع ته ژمن دي.
د ناټو تړون د ۱۹۴۹م کال په اپريل مياشت کې د دويمې نړيوالې جگړې پای ته تر رسیدو ووسته، لاسليک شو. دا پوځي ائتلاف ۲۸ غړي لري. پخوانی لويديځ آلمان په ۱۹۵۵ م کال په دې تړون کې شامل شو. دې ائتلاف چې مقر یې په بروکسل کې دی، په ۱۹۹۰م کال کې په پخوانۍ يوگوسلاويه کې په لومړي ځل پوځي مداخله وکړه. د دويچه ويله په دې پاڼه کې له ناټو سره تړاو لرونکي مضامين ځای په ځای کيږي.