مېرکل له آيرلند څخه غوښتي چې د اروپايي ټولني قانون تړون ومني | آلمان او نړۍ | DW | 15.04.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

مېرکل له آيرلند څخه غوښتي چې د اروپايي ټولني قانون تړون ومني

برلين: د آلمان لومړۍ وزيرې مېرمن انگيلا مېرکل په آيرلند کې په کلکه سره غوښتي دي، چې هغه هېواد بايد د اورپايي ټولنې نوی تړون ومني.

مېرمن انگيلا مېرکل

مېرمن انگيلا مېرکل

مېرکل په دبلين کې د آيرلند له لومړي وزير بيرتي آهرن سره تر ليدنې وروسته په ډاگه کړه: د لزبن تړون اورپايي ټولنه د سيالۍ وړ گرزوي او د اورپا د راتلونکې د پاره يو گټور اصول دئ.

د اورپايي ټولنې له ٢٧ غړو هېوادونو څخه آيرلند يواځينی هېواد دئ، چې د دې تړون په هکله به عمومي رايې اخلي. په نورو ملکونو کې د هغوی پارلمانونه دا کارکوي.

که چېرته آيرلنډيان د جون د مياشتې په ١٢ ورځ مخالفې رايې ورکړي، نو بيا به د اورپايي ټولنې دا تړون ټول له سره جوړيږي.

د لزبن د تړون له مخې اورپايي ټولنه پر يوه بشپړ نوي حقوقي بنسټ باندې دريږي.