د المان جمهوررئيس د افغانستان د مسئلې له امله استعفا وکړه | آلمان او نړۍ | DW | 31.05.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د المان جمهوررئيس د افغانستان د مسئلې له امله استعفا وکړه

د المان په تاريخ کي دا لومړی ځل دی، چي يو جمهوررئيس د خپلي دندي څخه استعفا کوي...

د جرمني جمهوررئيس هورست کولر

د جرمني جمهوررئيس هورست کولر

د هورست کولر د استعفا شاليد د ده هغه جنجالي خبره بلل سوې، چي په افغانستان کي يې د الماني عسکرو د ماموريت په اړه کړې وه.

د المان جمهوررئيس په يوه راډيويي مرکه کي ويلي ول، چي بهر، لکه افغانستان يا د سومالياسمندري سواحيلو ته د الماني عسکرو استول کيدای سي د المان د اقتصادي ديلچسپيو سره تړاو ولري.

خو وروسته ددغو خبرو څخه دا تعبير سوی و، چي گواکي افغانستان ته الماني عسکر ددې دپاره استول سوي، چي هلته د المان د اقتصادي ديلچسپيو څخه دفاع وکړي.

د المان جمهوررئيس نن په برلين کي د خپلي استعفا دليل دا بللی، چي دده د خبرو سم تعبير نه دی سوی او د افغانستان په هکله دده خبره داسي توجېه سوې، چي گواکي افغانستان ته د الماني عسکرو لېږل د المان په اقتصادي ديلچسپيو پوري اړه لري او دا خبره د المان د اساسي قانون پر خلاف يو تعبير بلل کيږي.

کولر وايي، چي د المان د جمهوري رياست چوکۍ د وياړه ډکه چوکۍ ده او بايد ددې چوکۍ درنښت و ساتل سي.

هورست کولر ويلي دي، چي ما د خپلي استعفا په هکله د المان د ايالتي جرگې مشر ينس بورين زن ته خبر ورکړی دی، چي د اساسي قانون د مخه دی به ددې چوکۍ سرپرستي وکړي.

د المان لومړۍ وزيري انگيلاميرکل د تيري جمعې په ورځ ويلي ول، چي دا نه غواړي د هورست کولر د وينا په اړه کوم دريز ونيسي او زياته کړې يې ول، چي کولر خپله وينا روښانه کړې او نور په دې اړه کومي تبصرې ته اړتيا نه ليد کيږي.

کولر د خپلي استعفا څخه هم لومړۍ وزير انگيلا مير او هم د وزارت مرستيال گيدو وستر ويلي ته خبر ورکړی.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

DW.COM

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه