1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کُولر د آلماني پوځ دماموريت د وينا په باب عکس العملونه

۱۳۸۹ خرداد ۷, جمعه

دآلمان داتحادي جمهوريت ولسمشر هورست کولرپه يوه راډيويي مرکه کي افغانستان ته دآلماني عسکرو دماموريت په اړوند ويلي دي چي دجرمني د اقتصادي دلچسپيو او ګټو څخه ددفاع دپاره دغه راز ماموريتونه ته اړتيا ليدل کيږي

https://p.dw.com/p/NbBU
د جرمني جمهوررييس هورست کولر په مزار شريف کښي
د جرمني جمهوررييس هورست کولر په مزار شريف کښيانځور: AP

دهورست کولر دغه خبره ، په آلمان کي يو لړ نيوکي او جرو بحثونه رامنځ ته کړي دي . که څه هم ولسمشر هورست کولرپرون خپله خبره داسي توجه کړي چي نوموړي د Deutschlandradiokultur سره کومه مرکه چي کړې، په هغه کي هدف په افغانستان کي دآلماني عسکرو ماموريت نه، بلکي نورماموريتونه او پوځي عمليات دي ، لکه دتالانتا په نامه داروپايي ټولني پوځي سمندري ماموريت دافريقا په ښکر کي .

دجرمني ددفاعي چارووزيرکارل تيودور څو ګوتنبرګ هم دولسمشر هورست کولر ددريځه څخه دفاع کوي او وايي چي ،

«دغه جرو بحث چي اوس رامنځ ته شوی ، مونږ بايد نه يواځي په ويره او احتياط سره پر مخ بوزو ،بلکي بايد مونږ په دې هکله خبري او جرو بحثونه وکړو . مونږ دا مسؤليت لرو چي دخپلو وګړو دګټو دخوندي ساتلو دپاره په راتلونکي کي دمنابعو دامنيت دساتني دپاره عمل وکړو . او مونږ دا حقيقت له سترګو څخه نسو غورزولي چي مونږ په دې برخه کي دلچسپي او ګټي لرو چي هغه بايد خوندي وساتل شي . »

Bundespraesident Horst Koehler am Rednerpult spricht im Bundeswehrfeldlager in Kundus zu Soldaten
انځور: AP

خو دآلمان دسوسيال ديموکرات ګوند له دې سره مخالفت کوي چي داقتصادي ګټو دخوندي ساتلو دپاره دي دپوځي عملياتو څخه کار واخيستل شي . که څه هم سوسيال ديموکراتانودسمندري غلو سره دمبارزې دپاره دسوماليا سواحلو ته دجنګي بيړيو دليږلو سره خپله موافقه ښودلې وه .

په دې هکله دآلمان دسوسيال ديموکرات دپارلمان غړي تو ماس اوپرمن وايي چي،

«دا تصور چي دآلمان دپوځي ځواکونوپه عملياتو سره دي ددغه هيواد دسوداګرۍ دسياست دموخو او داقتصادي دلچسپيو څخه دي دفاع وسي له سياسي پلوه سم عمل نشي بلل کيدلای . »

او همداشان دالمان دکين لاسو ګوند هم ددغه هيواد دولسمشر هورست کولر له دې نظر سره چي په بهر کي دآلمان دپوځي ماموريتونو موخي دي ددغه هيواد داقتصادي دلچسپيو دپاره وي، مخالفت کوي ، او ددغه ګوند په استازيتوب دګوند غړي زابينه لوتڅ وايي چي ،

«په آلمان کي هر څو داحق لري چي په سوله کي ژوند وکړي او مونږ دا حق نلروچي په پارلمان کي دا پريکړه وکړو چي الماني عسکر داقتصادي جګړو دپاره واستوو . »

دآلمان دولسمشرهورست کولر په دې نظر باندي چي ددغه هيواد دپوځي ماموريتونو هدف دآلمان داقتصادي دلچسپيو څخه دفاع ده ، ددغه هيواد ډيرو ورځپاڼو هم تبصرې کړي دي :

مثلاً د Lausitzer Rundschau په نامه آلمانۍ ورځپاڼه وايي چي

سړی نه پوهيږي چي ولي دجرمني ولسمشر هورست کولر داخبره کړې ، آيا دی دآلمان دمقرراتو او قوانينوسره سم آشنايي نلري ، يا داچي دی پخپلو ماغزو کي دپخوانيو پيړيوفکرونه لري او يا دا چي ده دا خبره پرته له دې چي ډ ير فکر يې کړی وي ،کړې ده . په هر صورت دهورست کولر دخبري مانا به داوي چي دی غواړي دآلمان پر پوځي دکتورينو باندي بنيادي نوی نظر وشي .

يا د Neue OZ په نامه آلمانۍ ورځپاڼه بيا ليکي چي دهورست کولر دخبري څخه ځيني داسي پوه شوي چي ګواکي افغانستان ته دآلماني عسکروليږل دآلمان داقتصادي دلچسپيو سره تړاو لري ، خو خبره داسي نده اوآلماني عسکر په افغانستان کي ددغه هيواد داقتصادي ګټو دپاره خطرونه پر ځان ندي منلي .

او د Flensburger Tageblatt په نامه پاڼه ليکي چي،

دآلمان جمهوررييس هورست کولر په دې خبره سره په دغه هيواد کي ديوې نوي مشاجرې دپاره لاره هواره کړه . آلمان يو صنعتي منځني ځواک بلل کيږي او کولاي شي دخپلو اقتصادي دلچسپيو څخه دضرورت په صورت کي په پوځي ځواک سره دفاع وکړي .

DW-TV/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري