د افغانستان په جنوب کې د ناټو یو سرتیری ووژل شو | دويچه ويله پښتو | DW | 08.01.2013
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د افغانستان په جنوب کې د ناټو یو سرتیری ووژل شو

یوه کس چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې پر تن لاره د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د ناټو پر یوه سرتیري ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې «شین پر زرغون» بریدونه ډیر شوي دي. د دغه ډول بریدونو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې وګړي پر بهرنیو سرتیرو باندې ډزې کوي.