1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: طالبان د زعفرانو د کښت مخنيوی کوي

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

په افغانستان کي نړيوال امنيتي ځواک (ايساف) وايي چي طالبانو د دغه هيواد په لويديځ کښي بزګرانو ته ګواښ کړي چي پخپلو ځمکو کښي د زعفرانو پر ځای کوکنار وکري.

https://p.dw.com/p/QX7T
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال يوزف بلاتڅ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال يوزف بلاتڅ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: DW

د دوشنبې په ورځ په کابل کي د ايساف وياند جوزف بلاتس په يو خبري کانفرانس کښي وويل ،چي طالبان له دې لاري ځان تمويلوي او په داسي ناوړه کارو لاس پوري کوي.

بلاتس وويل «طالبانو د هرات ولايت پر بزګرانو فشار راوړی تر څو د زعفرانو پرځای کوکنار وکري او د نشه يي توکو د خرڅلاو له لاري زياتي پيسي تر لاسه کړي، او خپلو فعليتونو ته دوام ورکړي.»

د ايساف دغه وياند وايي ، طالبانو د بزګرو د ويرولو په خاطر د هرات په شمال کي د دوی ځمکي زيانمن کړي، او ددوی دوې لارۍ موټر چي د رعفرانو تخمو پکښي لېږدول کېدل سوځولي او د هغوی چلونکي يې وژلي دي.

د ښاغلي بلاتس د وينا په اساس د افغانستان په لويديځ کي بزګرانو ويلي دي چي طالبان د زعفرانو د کښت پر خلاف دي، ځکه دوی له دې لاري ښه عايد تر لاسه کولای نه سي.

بلاتس وويل چي د طالبانو يو سمه ا يز قوماندان بزګران ډارولي تر څو د زعفرانو د کرلو څخه ډډه وکړي.

هغه زياته کړه دوی او افغان دولتي ځواکونه کوښښ کوي تر څو پر بزګرو د طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړي.

افغاني مېرمني د زعفرانو ټولولو پر مهال
افغاني مېرمني د زعفرانو ټولولو پر مهالانځور: Italienische Armee

د طالبانو د زياتو کوښښونو سره سره چي د افغانستان په جنوب لويديځ کي د بزګرو لاسته راوړني له منځه يوسي د افغان دولتي ځواکونه په دي کوښښ کي دي تر څو بزګران ددغو حملو د ګواښ څخه وژغوري.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کرهڼي وزارت کوښښ کوي ترڅو د زعفرانو د کښت په رواجولو سره د کوکنارو بديل تر لاسه کړي.

په دې وروستيو کي د امريکا متحده ايالاتو د پراختيا اداري (يو اس اي آی ډي) يو پروګرام د زعفرانو د کښت د ملاتړ په نامه د کرهڼي د وزارت سره شروع کړی.

له بلي خوا هغه بزګرانو چي تر اوسه په خپلو ځمکو کي زعفران کرلي دي د هغه د حاصلاتو څخه رازي دي.

په روان کال کي په زرګونو بزګرانو په هرات، کندهار او بلخ ولايتونو کي د زعفرانو د حاصلاتو څخه خوښي ښکاره کړې ده.

افغان حکومت او نړيواله ټولنه په تيرو ۹ کلونو کي په دې تلاښ کي دي چي ځنگه د کوکنارو بديل پيدا کړي.

مګر وروسته تر دې چي د زعفرانو کښت د افغانستان په لويديځو برخو کي ښه لاسته روړنه ورکړه د افغانستان حکومت کوښښ وکړی تر څو د افغانستان په نورو سيمو کي هم د زعفرانو کښت رواج کړي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل