یونیسکو د څلورم قرن یوه کلیسا د لرغونو اثارو په لست کې شامله کړه
۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبهاعلان
یونیسکو د فلسطین هغه غوښتنه منلې ده چې د عیسویانو یوه کلیسا د نړیوالو لرغونو اثارو په لست کې شامله کړي. دغه کلیسا په څلورم قرن کې د بیت الحم په هغه برخه کې جوړه شوې ده چې د عیسوي عنعنې له مخې ویل کیږي چې په دغه ځای کې حضرت عیسی علیه السلام زیږیدلی وو. د یونیسکو د لرغونو اثارو د ۲۱ غړو څخه ۱۳ غړو د فلسطین د دغه غوښتنې په حق کې رایې ورکړه. پر دې سربیره فلسطین د نوموړي کلیسا د بیا رغونې غوښتنه هم کړه ده.