1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

پاپ فرانسیسکوس

خورخه موريو برگوليو په ۲۰۱۳ م کال کې د پاپ بنديکت تر گوښه کیدو وروسته د نړۍ د مسيحانو د مذهبي مشر په توگه وټاکل شو. هغه فرانسيس اسيسي ته د درناوي له کبله د پاپ توگه د ځان له پاره د فرانسيسکوس نوم انتخاب کړ.

پاپ فرانسيسکوس په ۱۹۳۶م کال کې د ارجنټاين په بوينس آيرس کې زيږيدلی. په ۱۹۹۸م کال کې د بوينس آيرس ستر اسقف شو. هغه د کاتوليکي کليسا دوه سوه او شپږ شپیتم پاپ دی. په دې پاڼه کې د پاپ فرانسيسکوس په ارتباط د دويچه ويله مضامین ترلاسه کولی شئ.