1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کاتولیکي کلیساو د همجنس بازانو له پاره قانون بدل کړ

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

په آلمان کې نږدې ۸۰۰ زره کسان په کلیسا کې کار کوي. کلیساو د کارمندانو په اړه خپلو قوانینو کې بدلون راوست، څو هغه کسان چې همجنس بازان دي او یا یې هم له طلاق وروسته بیا واده کړی وي، خپله دنده له لاسه ور نه کړي.

https://p.dw.com/p/4JwcK
Indien | Vergewaltigungsvorwurf gegen Bischof Franco Mulakkal
انځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

د آلمان کاتولیکي کلیساو د جنسیت پر نبسټ توپير ختمولو له پاره د خپلو کارګرو په قوانینو کې د مهمو بدلونونو اعلان کړی دی. تیر کال د کاتولیک کلیسا ۱۲۵ کارګر په دغو کلیساو کې له همجنسبازانو سره د توپيري چلند د خاتمولو له پاره د احتجاج په توګه راټول شوي و. تر هغې نږدې یو کال وروسته د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر ۲۲) په کلیساو کې د کارګرو په اړه خپلو قوانینو کې د اصلاحاتو اعلان وکړ.

تر اوسه پورې چې پر کومو قوانینو او مقرراتو عمل کید، د هغې پر اساس که د کاتولیکي کلیسا کارګر په ښکاره ډول خپل د همجنسبازۍ اعلان وکړي او یا هم له طلاق وروسته بیا واده وکړي، نو کیدای شوای خپله دنده یي له لاسه ورکړې وای.

اړوند: رپوټ: آلماني کشیشانو له زرونو ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کړې

خو د سه شنبې په ورځ د آلمان د کشیشانو کنفرانس اعلان وکړ: «په څرګند ډول، لکه مخکې تر دې چې هیڅکله نه دي شوي، د کلیسا په قوانینو کې تنوع هم د یوې بهترۍ په توګه منل کیږي.»

په اعلان کې زیاته شوې ده: «ټول کارمندان په آزادنه ډول له خپلو اساسي وجيبو سره، د خپل اصلیت، مذهب، خپل عمر، معلولیت، جنس، جنسیتي پیژندنې او د خپل ژوند کولو طرز، په نه پام کې نیولو سره د دې کلیسا استازیتوب کولی شي، کوم چې د خلکو خدمت کوي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «تر هغه وخته پورې چې دوی د مقدس انجیل د پيغامونو په اړه مثبت نظر او عیسویت ته درناوی ولري» دا جواز لري.

د اصلاحاتو له پاره فشار

د آلمان د کاتولیکي کلیسا مرکزي کمېټه وایي چې دا اقدام د ډیرو ورځو راهیسې تر غور لاندې و. په آلمان کې د کاتولیک ښځو ټولنې له دغو اصلاحاتو څخه د «عطف نقطې» په توګه هرکلی کړی دی.

خو د عنعنوي حقونو یوه کارپوه توماس شولر د آلمان خبري آژانس ته وویل چې کلیسا دغه پریکړه «د کارګرو د دولتي محکومو له امله کړې ده چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د شخصي ژوند طریقو په ارتباط د کلیساو د کارګرو قوانین ته د ترجیح ورکولو پر مسئلې یې پوښتنې راپورته کولې.»

د کلیساو د یوې ملاتړې ډلې څخه کرستن ویسنر، د دې اقدام هرکلی وکړ، خو زیاته یي کړه چې کیدای شي دا ګام د کارمندانو د کمښت له کبله پورته شوی وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز