1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر نيم ميليون زياتو کسانو کاتوليکي کليسا پرې ايښې ده

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

دا په آلمان کي د کاتوليکانو له پاره يو منفي ريکارډ دی. په دې کار کي په ۲۰۲۲م کال کي د کولن په کليسا کي د ناوړې گتي اخيستې پيښو هم نقش لوبولی دی. د پروتستانتو کليسا هم له ورته حالت سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/4TB0i
Köln | Kölner Dom
د کولن کلیساانځور: IMAGO/Panama Pictures

په ۲۰۲۲م کال کي په جرمني کي تر نيم ميليون اضافه کسانو کاتوليکي کليسا پرې ايښې ده. لکه څنگه چي په بُن کي د اسقُفانو آلماني کنفرانس خبر ورکړی دی، د هغو دقيق شمير ۵۲۲ اشاريه ۸۲۱ کسانو ته رسيږي. دا په ۲۰۲۱م کال کي د تر اوسه لوړ ريکارډ په پرتله په بې ساري ډول ښکاره او لوړ رقم دي. په هغه وخت کي ۳۵۹ اشاريه ۳۳۸ تنه له دغي کليسا څخه وتلي وه.

 زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د تيرکال په پيل کي لا دا څرگنده سوې وه چي د کليسا د بيرته پرمختگ له پاره به يو وار بيا چټگ گامونه پورته سي. په تيره بيا په فبرورۍ کي د مونشن او فرايزينگ په کليساگانو کي د ناوړه گټي اخيستني په اړه د رپوټ تر ورکولو او په هغو کي د مړه سوي پاپ شپاړسم بينيديکت تر لاس درلودلو وروسته دغه رقم خپل اوج ته ورسيد.

« کاتوليکي کليسا په تدريجي مرگ سره له منځه ځي»

 همدارنگه تيرکال د کولن د کاردينال، راينر ماريا اولکي پر وړاندي چي د سه شنبه په ورځ له حملې سره مخامخ سو، تورونه او همدارنگه په کولن او د ترونشتاين په اوبر بايرن کي د دغي ځورورني  قربانيانو ته د غرامت ورکولو پر سر حقوقي اختلافات هم د خبرونو سرټکي ورځيدل.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د کليسا گانو حقوق پوه توماس شولير د اټکل له مخي کاتوليکي کليسا د عام محضر په مخکي په تدريجي مرگ سره له منځه ځي. شولر آلماني خبري آژانس ته وويل: «په دې برخه کي ډير عوامل موجود دي، د مثال په ډول د کولن اصلي ناورين چي په هغه کي ټول اسقُفان او حتي سيمه ايزي پروتستانتي کليسا گاني هم پکښي راښکيل سوې هم خپل نقش لوبولی دی.»

خو نه يوازي کاتوليکي کليسا، بلکي د پروتستانتو کليسا هم د ۲۰۲۲م کال په پرتله د ۳۸۰ زره غړو په له لاسه ورکولو سره د هغه د تير کال په پرتله ډېر کسان له لاسه ورکړل.

GP/NZ/DW.Online