1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

پاپ فرانسيس د اوکراين او نورو جګړو د بندېدو غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

د مسيحيانو د ايستر يا عيدالقيام په يکشنبه پاپ فرانسيس د »نړۍ او ښار ته« په نوم مشهوره دعا وکړه. پاپ سمدلاسه د ټولو جګړو او شخړو د بندېدو غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/4A2tv
Vatikanstadt | Ostermesse Papst Franziskus - "Urbi et Orbi"
انځور: YARA NARDI/REUTERS

د کاتوليکي کليسا مشر، پاپ فرانسيس، د روم په سان پېتر ميدان کې د تقريبا سل زرو مسيحي پلويانو په حضور کې وويل چې »موږ تر حده زياته وينه تويونه او تاوتريخوالی ليدلی دی.«

فرانسيس وويل چې »زموږ زړونه له وېرې او ترهې څخه ډک دي کله چې زموږ دومره ډېر ورونه او خويندې اړ وي چې ځانونه پټ کړي څو له بمونو څخه يې ځان ژغورلی وي.« په واټيکان کې د ايستر د سږنيو مراسمو تر ټولو مهمه موضوع د اوکراين جګړه ده. اوس د کرونا پانديمۍ د شروع کېدو راهيسې تر ټولو لږ کرونايي تدابير او بنديزونه هم لګول شوي ول.

پاپ وويل چې »د هيلې نوی سباوون دې د ربړې او مرګ د وحشتناکې شپې د پاسه راپورته شي« او دا چې دی د هغو اوکرايني قربانيانو او په ميليونو کډوالو په هکله فکر کوي چې فاميلونه يې سره جلا شوي او ژوند يې ويجاړ کړل شوی دی. پاپ همداراز په نوره نړۍ کې د جګړو او شخړو يادونه وکړه، په تېره په لنبان، سوريه، يمن، عراق، افغانستان، ليبيا، ميانمار او د افريقا په ځينو برخو کې. د پاپ په خبره »سوله ممکنه ده، سوله يوه وجيبه ده او سوله د هر چا لومړنی مسئوليت دی.«

آ./ن.ص./ا.ا.