په هلمند کي د نهال شانۍ لړۍ پيل سوه
۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبهد هلمند ولايت د كرهني ريس انجنرعبدالله احمدزى په ښاركي د نيالګيو ايښودلو پرمهال خبريالانو ته وويل د كرهڼي رياست په خپلو جوړو سوي قوريو كي يو لك۱۱۴زره مثمراوغير مثمر نيالګي لري چي په مركز لښكرګا ښاركي يي د ايښودلو او ويشلو لړۍ پيل سوه او د مختلفو رياستونو په مرسته به د لښكرګاه ترڅنګ بيلابيلو ولسواليو ته دا لړۍ ورسوي.
د هغه په خبره له بله پلوه ددې ولايت كرونده ګرهم دوه لكه۲۸۰ زره اصلاح سوي ميوه لرونكي نيالګي لري.
نوموړي وويل د هلمند د كرهڼې رياست چمتودى چي زرگونه نيالگي د هلمند له گاونډيو ولايتونو سره مرسته وكړي. هغه ادارو او موسسو ته اجازه نه وركوي چي له نورو ولايتونو څخه نيالگي راوړي او په هلمند كي گټه څني واخلي.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم په ښاركي د نيالګيو د كيښودلو په لړ كي برخه اخيستې وه او د همدې مراسمو پرمهال يې له ټولو خلكوڅخه وغوښتل چي ددې نيالگيو په روزنه او پالنه كي ډيره هڅه وكړي.
والي وويل چي، سږ كال ټولو مسولينو او د سيمي اوسيدونكو ته خبر وركوي چي د نوي ايښودل سوو نيالګيو ساتنه وكړي او له سرغړونكو سره به يې قانوني چلند وكړي
بل خواته په هلمند كي د كرهڼي د پوهنځي ددريم كال محصيل عبدالباري وايي چي په دي ولايت كي هركال دا ډول نيالګي كـښينول كيږي خو د دوبي په موسم كي ياخو د اوبو له نشتون څخه وچ سي او ياهم د كرهڼي رياست له بې پروايې څخه كاږواږه سي.
دی وايي كه چيري دا نيالګي په ښه ډول وروزل سي له يوې خوا به سيمه ښكلي اوله بلي خوابه د ښار پر هوا بدلون راسي.
دا څوهم ځل دی چي د كرهڼي د رياست له لوري د نيالګيو ايښوني پروسه پيل كيږي خو كښينول سوي نيالګي په ښاركي د چټلو اوبو او ياهم په خپل وخت دنه اوبولو له امله وچيږي.
مجتبي محمدي/ لښکرګاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل