1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د سپما خو مک کريسټل بيا په افغانستان کي د پاته راتلو خبره کوي

۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعه

ناټو د 1,5مليارده يورو سپما په پام کي نيولو سره غواړي ځيني قرارگاوي او آژانسونه وتړي او د قوماندانيو جوړښتونه کوچني کړي...

https://p.dw.com/p/No3T
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسنانځور: AP

ناټو د مالي بحران په پامکي نيولو سره پر پوځي لګښت باندي غورکوي. دناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن دپنجشنبې په ورځ په بروکسل کي دناټو دجرګي په غونډه کي څرګنده کړې ده چي، دغه دفاعي تړون بايد 1,5مليارده يوروسپما وکړي.

دوئ په پام کي لري چي، ځيني قرارګاوي اوآژانسونه وتړي او د قوماندانيو جوړښتونه کوچني کړي.

د راسموسن تر څرگندونو وروسته د ناټو د28 غړو هيوادونو ددفاع وزيرانو سم دستي دسپما د پروګرام پر يوې تګ لاري باندي موافقه کړې ده.

راسموسن ويلي دي چي، پريکړه سوې ده چي په امنيتي چارو کي بايدسپما ونسي. د هغه په خبره، چي موږ بايد وازگه ليري کړوخو عضلاتوته لاس ورنوړو.

د ناټو دسترو قرارګاووشمير چي اوس 11 ته رسيږي بايدحداکثر5 ته راکښته کړل سي.

دغه راز راسموسن په پام کي لري چي، د قوماندانيو شمير چي اوس 13500دي 9500 ته راکښته کړي. دغه ډول به دنوموړي تړون د14 آژانسونو د جملې څخه 11 دمنځه يووړل شي.

خو ربړه پدې کي ده، چي هرغړی هيواد غواړي پر خپلو قرارګاووباندي ټينګار وکړي. د ناټو پوځي او ملکي بودجه هرکال دوه مليارده يوروده.

ددې سپما علت په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د لګښت ډېرېدل دي. نن د جمعې په ورځ هغه 46 هيوادونه چي د افغانستان په سوله ساتي ځواک ايساف کي عسکر لري په بروکسل کي غونډه سره کوي.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال مک کريسټل اقرار کړی دی چي، په افغانستان کي د طالبانوسره په جګړه کي پاته راغلی. نوموړي امريکايي جنرال ويلي دي چي دافغانستان په جنوبي ښار کندهار کي د يو پريکړنده بريد دپاره تياری نيول ډير کرار روان دی.

د ايساف ځواکونه په ښار کي د گذمې پر مهال
د ايساف ځواکونه په ښار کي د گذمې پر مهالانځور: AP

دهغه په خره ددې کار علت دادی چي هلته د خلکو مقاومت د ناټو د عملياتو مخنيوی کوي.

مک کريسټل ويلي دي دا ډيره مهمه ده چي موږ دا اقدام تر هغه چي ژر يې وکړو چي سم يي ښه دی. ددې بريد دپاره تياری د پسرلي راهيسي نيول سوی ولي تر اوسه پوري پيل سوی نه دی.

هغه ويلي دي، چي هر وخت چي دغه ستر بريد پيل سي نو څو مياشتي به دوام وکړي.

د ايساف دمشرتابه دوينا د مخه په کندهار کي به پر طالبانوباندي بريا په افغانستان کي دپوځيانو د ماموريت دپاره پرېکړنده اهميت لري.

ايساف اوس په افغانستان کي 120000عسکر لري. د اپريل په مياشت کي 1500کسو قومي مشرانو د جمهوررئيس حامد کرزي اوجنرال مک کريسټل سره په خبرو کي ويلي ووچي دوئ تيار نه دي چي د طالبانوپه وړاندي په ستر بريد کي همکاري وکړي.

د ناټو يوو ډيپلومات څرګنده کړي ده چي، په کندهار کي دپخوا په شان اوس هم دا بيره سته چي که طالبان بيرته راسي، د هغود بدل او انتقام اخيستو قرباني نسي.

نو ددې دپاره دا ډيره مهمه ده چي لومړی دافغانستان پوځ داسي موقعيت ته راوستل سي، چي د طالبانو تر شړلو وروسته د هغو د بيرته راتلو مخنوی وکولای سي.

AG/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل