1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د توغندیو په سیستم کې د روسیې همکاري وغوښته

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14zM8

د ناټو غړو هيوادونو په شيکاګو کښي د خپلې سرمشریيزي پر مهال په اروپا کښي د توغندیو د دفاعي سيستم پر موضوع باندي خبري وکړې او د دغي پروژې د لمړۍ مرحلې د سر ته رسولو پریکړه ئې وکړه.

په عينې حال کښي ناټو له روسیې څخه په دغه موضوع کښي د ګډ کار غوښتنه وکړه. خو د روسیې حکومت د توغندیو د دفاعي سيستم جوړول خپل ملي امنيت ته گواښ بولي.

اوس به نو تر ۲۰۲۰ کال پوري ګام په ګام دغه دفاعي سيسټم جوړ او بيا به نو ټوله اروپا تر خپل چتر لاندې راولي. د شیکاگو غونډه نن هم دوام لري او پکښې د افغانستان پر موضوع باندې خبرې اترې کیږي.