1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د نژدې ختيځ د سولي پروسه بايد بېله ځنډه پيل سي

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

په مصر او نوره عربي نړۍ کي وضعي ته په کتو سره بايد د نژدي ختيځ د سولي لپاره په خبرو اترو بېله ځنډه لاس پوري سي. ځکه چي اوس د سيمي ثبات تر پوښتني لاندي دي.

https://p.dw.com/p/QxEZ
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د اسرايلو د لومړی وزير بن يامن نيتنياهو سره د خبرو پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د اسرايلو د لومړی وزير بن يامن نيتنياهو سره د خبرو پر مهالانځور: AP

د دې پيغام سره د المان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل د اسرايلو د لومړي وزير بن يامن نيتنياهو سره تر يو نيم ساعته خبرو وروسته په بيت المقدس کي رسنيو ته مخامخ سوه.

« زما په نظر د نژدې ختيځ د سولي پروسه په اوسنۍ وضعه کي يوه اساسي مانا لري. موږ د دوو دولتونو د جوړولو پلويان يو. المان تل د يوه اسرايلي او يوه فلسطيني دولت په جوړولو زور کړي او زه هم همدا خبره کوم چي زما په آند بېله ځنډه بايد خبري اتري پيل سي.»

هغې وويل« هغه څه چي د اسرايل په شاوخوا کي کيږي» هغه د اسرايل او فلسطين د خود مختاره سيمو د چارواکو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو د پيلولو اړتيا لا پسي زياته کړې ده. نو له همدي کبله په فلسطيني سيمو کي د مينو جوړونه بايد سمدلاسه بنده سي.

په دې خبري ناسته کي ميرکل د مېنو د جوړوني د درولو خبره په څوځلي تکرار کړه.

د اسرايلو لومړي وزير نيتنياهو د ميرکل او د وزيرانو څخه يي په دوه اړخيزه حکومتي مشورو کي د ګډون مننه وکړه او دې خبري زور ورکړی، چي د مېنو د ابادلو په موضوع بايد د سولي د يوه تړون په چوکاټ کي خبري وسي.

هغه زياته کړه چي زموږ خپل منځي شخړه تر 50 کالو لا ډير کيږي چي روانه ده، او د مېنو د جوړولو سره تړاو نه لري.

د المان لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل د مصر د ولسمشر حسني مبارک سره د يکشنبې په ورځ د کړو تليفوني خبرو اترو په نظر کي نيولو سره وويل چي، په راتلونکو ورځو شپو کي د هوښيارو پريکړو اړتيا ليدل کيږي.

د ننۍ سه شنبي د لپاره د اعلان سوي لوی احتجاج او عمومي اعتصاب په اړه ميرکل وويل چي خبري اتري بايد په سوله ايزه توګه ترسره سي او د نظر ازادي بايد تضمين سي.

« ډيالوګ اړين دی او زما په نظر د داسي لويو اعتصابي غورځنګونو په سوله ايزو او آرامه پروسو د بدلولو لپاره شرط دی چي په رښتني توګه پکښي اصلاحات راسي.»

د اسرايلو لومړی وزير وويل چي دی ويره لري چي په مصر کي به يو چټک بدلون راسي. نيتنياهو په 1979 کال کي د ايران انقلاب ته په کتو سره وويل، د ايران مثال وښودله چي څنګه د شاه جابر نظام د يوه اسلامي سسټم لخوا منحل سو. دا چي داسي يو څه به په مصر کي هم رامنځته سي د نيتنياهو په وينا، دا به د سولي د پروسې لپاره يو غټ خطر وي.

کليمنس/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل