انگلا ميرکل د آلمان صدراعظمه ده. هغه له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند (سي ډي يو) مشره وه. د «فوربس» معتبرې مجلې هغه څو ځله د نړۍ د ځواکمنې ښځې په توگه نومولې ده.
ميرکل په ۱۹۵۴ م کال کې په پخواني ختیځ آلمان کې زيږيدلې او هم هلته یې ژوند کړی دی. هغې له ۱۹۹۰م کال راهيسې د آلمان په پارلمان (بوندستاک) کې د مسيحي ديموکرات گوند غړې په توگه حضور درلود او په ۲۰۰۰ م کال کې د دغه گوند مشره شوه. هغه اوس د صدارت دريمه دوره په مخ وړي او لا دمخه یې اعلان کړی دی چې بيا به ځان کانديد نه کړي.