1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانیان خپل نوي پارلمان ته راېې ورکوي

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

نن یکشنبه د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۲۶مه د آلمان د مرکزي پارلمان يا بوندیستاګ له پاره سرتاسري انتخابات پيل شوي دي. په دغو انتخاباتو کې د آلمان ۶۰،۴ سلنه خلک ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/40saS
BTW 2021 | Deutschland vor der Wahl | Plakate der Kandidaten
انځور: John Macdougall/Getty Images/AFP

د رای اچونې مرکزونه د آلمان په وخت د سهار په شپږو بجو خلاص شول او آلمانیانو د خپل راتلونکي پارلمان له پاره د رایو ورکول پيل کړل. د رایو مرکزونه به د ګرينويچ پر وخت ماسپښین ۴ بجې وتړل سي.

لومړني نتایج به د رای ورکونې د مرکزونو تر تړل کیدو لږ ورسته اعلان شي. داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د مختلفو ګوندونو له اتحاد څخه د یو ائتلافي حکومت رامنځ ته کیدل ممکن وي.

وروستۍ سروې ګانې ښيي چې په دغو انتخاباتو کې د آلمان د «سوسیال دموکرات» ګوند نوماند، اولاف شولتڅ په مخکښوالي کې د «سي ډي او- سي اس يو» اتحادي ګوند له نوماند آرمین لاشيت څخه په ډير لږ تفاوت کې قرار لري.

Bundestagswahl - Stimmabgabe Laschet CDU
د سي ډي او ګوند نوماند، آرمين لاشيت د رايې ورکونې پر مهال - هغه اوس مهال د نوردراین ویستفالن ایالت لومړی وزير دیانځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

نن د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل چې ۱۶ کاله يې پر آلمان واک وچلاوه د واکمنۍ وروستۍ ورځ هم ده. هغې په دا ځل انتخاباتو کې د سي ډي او ګوند په استازيتوب ځان نه دی کاندید کړی او دغه ځای يې آرمين لاشیت ته پریښی دی.

ګمان کېږي چې تر دغو انتخاباتو وروسته به په آلمان کې د یو ائتلافي حکومت د جوړیدلو لپاره ډيرې سختې ګوندي مبارزې پیل سي. ممکن په دغه ائتلاف کې د مختلفو ګوندونو اتحاد شامل وي.

د څلور کاله مخکې عمومي انتخاباتو کې د آلمان دوو اتحادي ګوندونو مسیحي دموکرات او سوسیال مسيحي دموکرات د ۳۲،۹  سلنه رايې په ګټلو د آلمان د فدرالي پارلمان د ۷۰۹ څوکیو څخه ۲۴۶ څوکۍ په لاس راوړې وې.

يادو اتحادي ګوندونو هغه وخت د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند سره د یو لوي ائتلاف په جوړولو سره توافق وکړ. سوسيال دموکرات ګوند په هغه انتخاباتو کې ۲۰،۵ سلنه رايو په ترلاسه کولو، ۱۵۳ څوکې ګټلې وې.

Island I Wahlen I Katrin Jakobsdottir
د ۲۰۱۷م کال په انتخاباتو کې د ګډونوالو شمیر ۷۶،۲ سلنه وو، خو دا ځل پر لار ډيرو رايو ورکونکو حساب کيږيانځور: Halldor Kolbeins/AFP

په تیرو پارلماني انتخاباتو کې زرغون ګوند د ۸،۹ سلنې رايې په ګټلو ۶۷ څوکۍ، د آزادو دموکراټانو ګوند د ۷،۱۰ سلنې رایو سره ۸۰ څوکۍ او د آلمان کيڼ اړخي ګوند د ۹،۲ سلنې رایو په درلودلو ۶۹ څوکۍ په لاس راوړې وې.

د آلمان له پاره بديل ښي اړخي ګوند بیا د آلمان په پارلمان کې د لومړي ځل له پاره د يو لوی اپوزیسیون په توګه د ۱۲،۶ سلنې رايو په درلودلو ۹۴ څوکۍ ګټلې وې.

د ۲۰۱۷م کال په انتخاباتو کې د ګډونوالو شمیر ۷۶،۲ سلنه وو، خو په اوسني انتخاباتو کې د کرونا وبا په دلیل پر ډير شمیر رای ورکوونکو حساب کيږي چې د لیک له لارې راېې ورکوې.

نن په آلمان کې د عمومي انتخاباتو تر څنګ په دوو ایالتونو، برلين او مکلنبورگ فورپومرن کې ایالتي انتخاباتو له پاره هم رايې ورکول کيږي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.