1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په لومړي ځل د اوکراين جګړې په اړه غږيدلې

۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د آلمان پخوانې صدراعظمې له واکه تر ګوښه کيدو وروسته په خپله لومړۍ مرکه د روسیې په اړه د خپلې تګلارې دفاع وکړه او ویې ويل چې ځان د اوکراين د اوسني وضعيت مسئول نه ګڼي.

https://p.dw.com/p/4CPWR
Deutschland Altkanzlerin Merkel zu Gespräch im Berliner Ensemble
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

انګلا میرکل د سه شنبې په ورځ په دغه مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګڼي د روسیې د خپلو تګلارو له کبله به بخښه وغواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د روسیې له خوا د اوکراین اشغال هیڅ د توجيه وړ نه دی.

هغې وويل: «دا د ټولو نړيوالو قوانينو او هغه څخه سړغړونه ده چې موږ اروپايانو ته په سوله کې د ژوند کولو زمينه برابروي. که موږ چېرې په دې پېل وکړو چې پيړۍ شاته ولاړشو او دا بحث پېل کړو چې کومه سيمه د چا وه نو بيا به موږ يوازې جګړه ولرو. دا په هيڅ صورت کې يو انتخاب نه شي کيدلی.»

د پوتين په تړاو د ميرکل څرګندونې

پخوانۍ صدراعظمې په ټینګار سره وويل چې د روسیې د ولسمشر سره په روابطو او معاملو کې بې تدبيره نه وه. هغې وويل: «ديپلوماسۍ ته له دې کبله چې کار ور نه کړي ناسمه نه شو ويلای.»

خو هغې وویل چې هیڅکله په دې آند نه وه چې ګنې د تجارت په برخه کې ژمنې ترلاسه کولی شي. هغې زياته کړې: «پوځي مخنيوی يوازنۍ ژبه ده چې هغه [پوټين] پرې پوهيږي.»

د اوکراين د ناټو له غړيتوب سره د میرکل مخالفت

ميرکل په ۲۰۰۸م کال کې په ناټو کې د اوکراين او ګورجستان د شامليدو په برخه د خپل مخالفت دفاع وکړه. ناټو هغه وخت ژمنه کړې وه چې دغه هېوادونه به په راتلونکي کې يو وخت په دې ائتلاف کې شمال کړل شي خو د «غړيتوب د عمل پلان» یې پېل نه کړ چې په نتيجه کې یې دغو هيوادونو کولای شول د ۵ تر ۱۰ کلونو موده کې د دې ائتلاف غړي شي.

په اپريل مياشت کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د انګلا میرکل او د فرانسې د پخواني ولسمشر نيوکولای سرکوزي د هغه وخت پر چلن سختې نیوکې وکړې او ویې ويل چې دا څه يوه څرګنده «ناسمه محاسبه» وه چې روسيه یې زړوره کړه.

Deutschland Altkanzlerin Merkel zu Gespräch im Berliner Ensemble
پخوانۍ صدراعظمه انګلا میرکل له واک څخه تر ګوښه کيدو وروسته د خپلې لومړۍ مرکې پر مهالانځور: DW

د اوکراين ولسمشر دا څرګندونو په بوچه ښارګوټي کې د روسي پوځيانو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو د احتمالي پېښو وروسته کړي وې.  

د سه شنبې ورځې په مرکه کې ميرکل وويل چې که چېرې ناټو دغو هېوادونو ته غړيتوب ورکړی وای، نو د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټین به په «اوکراين کې ډېر زيان» اړولی وای.

ميرکل وویل چې په بخارست کې د ناټو تر دې اعلامیې وروسته روسیې تر شپږو میاشتو هم کمه موده کې ګورجستان اشغال کړ او په دې توګه یې په ۲۱مه پيړۍ کې د اروپا لومړۍ جګړه پېل کړه. میرکل همدا راز وويل چې په اوکراين کې سيستماتيک فساد هم په ناټو کې د دغه هېواد د غړيتوب سره د مخالفت يو علت وو.

پوتین: که لويديځ اوکراین ته نوې وسلې ورکړي موږ به هم نوي هدفونه په نښه کړو

هغې وويل: «ولسمشر زيلنسکي په ډېره زړوتيا د فساد پر ضد مبارزه کوي خو يو وخت اوکراين داسې يو هيواد وو چې اوليګارشان پرې حاکم ول او په دې توګه سړی نه شي ويلی چې «سمه ده سبا به یې په ناټو کې شامل کړو.»

نوموړې همدا راز وويل چې اوکراين په سياسي لحاظ هم ډېر ويشل شوی وو او يوه باثباته ديموکراسي یې نه لرله.

ميرکل زياته کړه: «دويمه دا چې دا خبره ډېره واضح وه.... چې پوتين به د دې څه د پېښېدو اجازه نه وای ورکړې. د هغه له ليدلوري به دا د جګړې اعلان وای.»

د امریکا او تيلو پر نل ليکې د بندیز په اړه د ميرکل نظر

پخوانۍ صدراعظمه د ګازو د نل ليکې نورت ستريم ۲ پر لانجمه پروسه هم په تفصيل سره وغږيدله او په ځانګړي توګه یې د امريکا پر دې پريکړه نیوکه وکړه چې پر شرکتونو د ګازو په دې پروژه کې د ګډون له کبله بندیزونه لګوي.

پوتین: د اوکراین په جګړه کې غرب ملامت کړ

هغې وويل: «په اصل کې هغوی [امريکا] د مختلف سياسي نظر درولودو له کبله پر موږ ټولو متحدينو بندیز وضع کړ.»

ميرکل وويل: «موږ دا زده کړل چې پوتين پر اوکراین هغه وخت بريد وکړ چې حتی نورت ستريم دوه نل ليکه لا فعاله شوې هم نه وه. هغه دې ته وار نه وکړ، بلکې دا یې يو جيو سياسي هدف وو څو د دې مخه ونيسي چې يو نژدې پروت هېواد یې د ځان له پاره بل ډول ماډل انتخاب کړي، هغه څه چې دی یې د لويديځ نفوذ يا اغيز بولي.»

هغې وويل چې اروپا ته د نزدوالي له کبله دا په سياسي توګه ناممکنه وه چې له روسیې سره تجارت نه وای شوی. خو هغې دا خبره رد کړه چې ګنې په دې آند وه چې د تجارت له لارې روسیې ته تغير ورکولی شي.

ب. ص/ ن. ز (Alistair Walsh, Rina Goldenberg)

زموږ له آرشيف څخه: