سرکوزی له شینگن تړون څخه د فرانسې د وتلو اخطار ورکړی
۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبهاعلان
د فرانسې جمهور رئیس نیکولا سرکوزي، د انتخاباتي مبارزې په اړه یوه غونډه کي اخطار ورکړ چي فرانسه ښايي د شینگن له تړون څخه ووزي. ده پاریس ته نژدې د خپلو لسونو زرو پلویانو په مخکي وویل چي که د سرحدونو په کنترول کي کوم پرمختگ را نه سي، نو فرانسه به خپل غړیتوب د شینگن له زون څخه پای ته ورسوي.
سرکوزي په خپلي دې غوښتني سره غواړي چي په هیواد کي د ځان په گټه ډېري رايي په لاس راوړي. د یوې ټولپوښتني له مخي سرکوزي له خپل سیال سوسیالیست، فرانچوییزهولندا څخه ډېر شاته دئ.