د کندهار د ولايتي شورا ټاکنو ته لنډه کتنه
۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبهبسم الله افغانمل چه دكندهارولايت دشپږمي ناحيي اوسيدونكي دي تيره څلوركلنه دوره كښي هم دكندهاردولايتي شوراوكيل اوپه دغه شوراكښي ي دشورا دمنشي په صفت دنده اجراكړيده .
د افغانمل په وينا د وكالت په خپله تيره دوره كښي يې دخپل توان اوطاقت په اندازه خپلوخلګوته كاركړيدي اواوسني كانديداتوري يې هم دهم هغو كارونو پايله ده چه دوستانواوخلګوتشويق كړي يم چه بياهم ددوي په خدمت كښي ودريږي.
بسم الله افغانمل چه خپل دوكالت په تيره دوره كښي پربيلا بيلو موضوعاتو ږغيدي په لنډوټكوكښي مي ځيني وپوښتل چه ترډيره كوم عمده موضوعات وه چه تاسوئ دحل وفصل په برخه كښي بريالي سوي ياست؟چه دده په ويناپه دولتي دوائروكښي داداري فساد،دبيارغوني دكارونودنه شتون ،اودخلګودملكيتونودقبضومسائل وه چه دچارواكوترغوږونوپوري مي رسولي دي.
بله خوابياعام ولس اوخلګ ددولتي چارواكواومسؤلينوترڅنګ دولايتي شورا اوپارلمان پرغړوباندي تراوسه هم نيوكي كوي اوناراضي ښكاري ځكه چه دخلګوپه وينادغومسؤلينوهسي چه ښائ وطن اوخلګوته ئ كارندي كړي.
ديادوني وړده چه دكندهاردولايتي شورا 15 څوكيولپاره 45 تنوځانونه كانديد كړيدي .چه دمركزي احصائي درپوټ له مخي دغه څوكي دولايت دنفوسوپه شميرځانګړي سويدي.
دكندهاردولايت نفوس ئ دټاكنودمسؤل محمدقاهرواصفي په وينايونيم مليون كسان شميرلي چه دواصفي په وينا داډيره پخوانفوس شماري ده اواوس مهال دكندهارنفوس ددري نيم مليونوپه شاوخواكي دي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی. زيارمل