1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميدان وردګو ولايت کي د ټاکنو په اړه د خلکو نظرونه

۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبه

د دې ولایت ځینې اوسیدونکي سره له دې چې په دغه ولایت کې په هره برخه کې یو لړ زیاتې ستونځې شته. بیا هم غواړي په ټولټاکنو کې برخه واخلي او د جمهوري ریاست یو وړ کاندید ته رایه ورکړي...

https://p.dw.com/p/IzUh
یوه ښځینه کاندیده چې د میدان وردګو د ولایتي شورا لپاره یې د دوهم ځل لپاره ځان کاندید کړی وايي دا ځل نسبت تیرو ټاکنو ته له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده
یوه ښځینه کاندیده چې د میدان وردګو د ولایتي شورا لپاره یې د دوهم ځل لپاره ځان کاندید کړی وايي دا ځل نسبت تیرو ټاکنو ته له زیاتو ستونزو سره مخامخ دهانځور: AP GRaphics/DW

۱: په انتخاباتو کې ګډون ولې نه کوو په انتخاباتو کې ځکه ګډون کوو هغه چا ته رایه ورکوو چې ملک راجوړکړي ، د لارې امنیت تامین کړي، د خلک نورې ساحوي مشکل په غاړه واخلي په مونږباندې نظروکړي ، زمونږ باندې لاس ونیسي.

۲: ولې نه کوو چې داسې یې یو سم سړی ودریږي ، زمونږ ته خدمت وشي چې داسی نشي چې مونږ ته خدمت ونه شي.

۳:مونږه دا وایو چې یو سړی کیني چې ملک ته خدمت وکړي ،ملک جوړ کړي .

۴:الله داسې یو پاچا راولي چې یو عادل پاچا یي څه د خلکو غمخور یي ، د ملت په غم کې یي ، فابریکې جوړه شی کارخانې جوړه شي خلک بیکاره دي خلک بې روزګاره دي په خدای قمسم دی چې داسې خلک سته دي چې سهارې خوري ماښام د نه لري

خو له بلې خوا د میدان وردګو د ولایت یو شمیر اوسیدونکي بیا وایي چې د دې ولایت امنیتي وضع دومره خرابه ده کې چیرې دوی په ټولټاکنو کې برخه واخلي نو ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي او ځینې کسان حتی یوې لنډې مرکې ته هم زړه نه ښه کوي.

۱: نه نکوم، نه زخپله وینم نکوم زما بیخي زده نه دي دوی دی وخته په خپله ټاکلی مونږ ته ضرورت نشته دی ،مونږه که واچوو هم په درد نه خوري او که وانه چوو هم په درد نه خوري .

۲:د میدان وردګو خلک په انتخاباتو کې هیچ رقم ګډون نشي کولی ځکه چې هغه هلته طالبان مصلت دي حکومت نشته دی ،کارتونه نه آخلي خلک هغوی خوشحاله ندي له دولت څخه چې هیڅ طالب هم نوي کارتونه څوک نه آخلي رایه هم څوک نه ورکوي ځکه دا بمبارونه چې کیږي په هرچیرته کې نو مونږ په چا باندې اعتبار وکړو.

۳:چې دوی خپلو موټرو کې ګرځي خپلو سرمایې خوندي کوي نو د مونږ د اعتبار سړی ورک ده چې چاته رایه ورکړو ،مونږ چا ته کینو ،مونږ چا ته خپل مشکل ووایو.

میدان وردګ ولایت د مرکز په شمول نهه ولسوالی لري .په دې ولایت کې ۴۱کسانو ځانونه د ولایتي شورا لپاره ځانونه کاندید کړي دي چې شپږ تنه یې ښځي دي.

یوه ښځینه کاندیده چې د میدان وردګو د ولایتي شورا لپاره یې د دوهم ځل لپاره ځان کاندید کړی وايي دا ځل نسبت تیرو ټاکنو ته له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده دا د دې لپاره چې په دې ټاکنو کې نوموړې نشي کولای چې د خپل ټاکنیز کمپاین د پر مخ بیولولپاره نورو ولسوالیوته سفروکړي.

رابعه امینی هستم عضو شورای ولایتی میدان وردک همچنان کاندید دوره دوم انتخابات شورای ولایتی میدان وردک ،نسبت به پنج سال ګذشته من فکر میکنم که علاقه مردم کمتر شده چرا که مردم در دور قبل امیدوارتر بودند بخاطری که دولتی راکه انتخاب میکنند و نماینده ګانی راکه انتخاب میکنند بتوانند برایشان کار کنند بتوانند بازسازی به وجود بیاورند چه از لحاظ فیزیکی و چه از لحاظ فرهنګي ولی متاسفانه انقدر کاری که باید میشد نشده است مخصوصا دسطح ولایت ما که نزدیکتر هم است به کابل ، نسبت به پنج سال پیش وضعیت امینتی متاسفانه بسیار خراب شده است خیلی خراب شده یعنی در پنج سال پیش ما میتوانستیم به بسیار راحتی کمپاین کنیم در هر ساحه ای که میخواستیم اما در حال حاظر این امکانات برای ما وجود ندارد.

د دې ولایت یو بل کاندید حاجي محمد حضرت جانان هم په دغه ولایت کې له بدامنۍ سرټکوي او وايي که چیرې امنیت په دې ولایت کې همداسې وي دغه ولایت به د نورو ستروننګونو سره مخامخ شي.

هغه ولسوالیو کې زمونږه هزاره ورونو میشت دي د هغوی خلک په انتخاباتو کې ډیر ونډه اخلي نو زه فکر کوم چې هم دغسې امنیت خراب وي تنها دبهسودو له بهسودو ولسوالیو څخه به د ولایتي شورا ته ډیر کاندیدان کامیابيږي څه دا په راتلونکې کې لامل شي چې زمونږ ملي یووالې به هم خراب شي صدمه به ورته ورسیږي او دډیرو قمونه حقوق به هم ضایع شي او دا ټاکنې تر سوال لاندی راشي.

له بلې خوا د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکو لاتر اوسه د ټولټاکنوکارتونه ندې ترلاسه کړي او دوی هیلمند دي چې په نږدې راتلونکې کې په دغو خلکو باندې هم د کارت ویشلو لړۍ پیل شي.

نورمحمد نور د ټولټاکنود خپلواک کمیسیون ویاند د میدان وردګو په ولسوالۍ کې تر کو جې پورې چې مونږ ته راپورونه رارسیږي په ښه توګه کمپاینونه او نور پروګرامونه مخ ته ځي خو یو شی باید هیر نه کړو په میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ د نوم لیکنه له بهیر څخه پاتې ده او په دې اړه مونږ د امنیتي نهادونو سره په تماس کې شوي یو چې هرکله دوی مونږ ته زمینه مساعده کړي مونږ هلته ورځو او خلکو ته د دې چانس مساعد و ،مونږ ځانګړې پروګرامونه نیولي دي ،لار ورته جوړ کړي دي تر څوهغې ته رسیدګي وکړو او ټوله پروسه په ښه توګه پلي کو.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا تر اوسه یوازې۳۴۰۰۰ کسانو په میدان وردګو کې د رایه ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي او دا په داسې حال کې ده د دغه ولایت نفوس د ۵ لکو او اویازره کسانو په شاوخوا کې اټکل شوی ده.

په ولایتي شوراګانو کې میدان وردګس ۹ څوکۍ لري چې درې یې د ښځینه ؤ لپاره دي.

احمد فرهاد

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب