د زرم امريکايي عسکر په وژلو سره د اوباما نوي امنيتي دوکتورين هم تر پوښتني لاندي دي
۱۳۸۹ خرداد ۷, جمعهد افغانستان په جنگ کښي دوژل سوو امريکايي عسکرو شروع د خورد ظابط ناتان روس چېپ مېن په وژلو سره پيل سوه ، چي د 2002 کال د جنورۍ پر 4 په خوست کښي وژل سوی ؤ .
د AP د اژانس په ارقامو او اعدادو کښي په افغانستان، پاکستان او ازبکستان کښي ټوله په خدمت اخته عسکر شامل دي ، او په واشنگټن کښي ددفاع د وزارت پر معلوماتو باندي متکي دي .
ددغو ارقامو پر اساس يوازي د بارک اوباما د جمهوررييس کيدو ، يعني د تير کال د جنورۍ راهيسي په افغانستان کښي 430 امريکايي عسکر وژل سوي دي .
د عراق په جنگ کښي 4400 امريکايي عسکروژل سوي دي .
د لازياتو عسکرو په وژل کيدو سره به په خلگو کښي د افغانستان د جنگ د رديدلو روحيه نوره هم قوي سي .
د واشنگټن پوست د ورځپاڼي او د ABC د ټلويوزوني چينل د نظر پوښتنو پر اساس تر نيمايي ډير امريکايان ، يعني 52 فيصده د افغانستان جنگ ردوي ، اووايي چي د افغانستان جنگ د هغه په قربانيانو نه ارزي .
د امريکا متحده ايالات په اوس وخت کښي په افغانستان کښي 94000 عسکره لري ، او اوباما په ډسامبر کښي اعلان کړی ؤ ، چي پر هغو به نور 30000 عسکر هم وراضافه کي .
په عين حال کښي به د 2011کال په جولای کي لمړني عسکر راوايستل سي .
د بلي خوا بيا د ايټاليا يوې ښي اړخي ليبرالي ورځپاڼي «کورېره ډيلا سېرا » نن جمعه د اوباما او دده د نوو امنيتي دوکتورينو په باب تبصره کړېده ، اووايي چي «يو آرزوگاني دي ، او بل واقعيتونه » او د امريکا نوي امنيتي دوکتورين هم دغه ډول يو شکل لري .
د جمهوررييس اوباما اداره کوښښ کوي چه د پخواني جمهوررييس بوش دډُگم د حالت څخه ځان ليري کي . او تر ټولو دمخه تاکيد کوي ، چي د امريکا متحده ايالات د اسلام سره دښمني نه لري ، او د هراړخيزي نژديکۍ کوښښ کوي .
خو بارک اوبامادغه وعده په داسي تدابيرو سره پر ځای کوي ، چي په حقيقت کښي د پخوا سره هيڅ فرق نلري . سپينه ماڼۍ د ترهگرۍ پر ضد د جنگ کلمه نه خوښوي ، خو هغه په خپل شدت سره پر مخ بيايي .
AP / محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي